کابل (پژواک ٦ کب ٩٠): په کابل کې د انګلستان سفير وايي چې هېواد به يې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
په کابل کې د انګلستان سفير ويليام پېټي (William Patey) نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل: “موږ د سولې د عالي شورا ملاتړ کړى او موږ به د دې شورا او افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړو.”
پيټي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې شاوخوا لس ورځې وړاندې، وسلوالو طالبانو وويل چې امريکايان د سولې د خبرو په اړه ثابت دريځ نه لري او له همدې امله يې ورسره د سولې خبرې ځنډولې دي.
طالبانو ته په قطر کې د دفتر پرانيستل او له ګوانتانامو زندان څخه د ځينو طالب بنديانو خوشې کېدل، له امريکا د طالبانو غوښتنې وې؛ خو تراوسه نه دي منل شوي.
د انګلستان سفير د طالبانو له خوا له امريکايانو سره د سولې پر سر د خبرو د درېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “موږ له چا سره جلا معامله نه لرو.”
پيټي زياته کړه: ((دا په متحده ايالتونو او نړيوالې ټولنې پورې اړه لري، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اسانتيا رامنځ ته کړي.))
ده همداراز وويل، چې طالبان دې جګړه بس کړي او خپلو کليو ته بېرته راشي.
ده يو ځل بيا د سولې د خبرو لپاره د افغانستان د حکومت له خوا طالبانو ته وړاندې شوي شرطونه تکرار کړل، چې جګړه وغندي، د افغانستان اساسي قانون ومني او له القاعده سره اړيکې وشلوي.
اوسمهال انګلستان د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې ٩٥٠٠ سرتېري لري، چې ډېر شمېر يې په سوېلي ولايت هلمند کې مېشت دي.