Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دوه مياشتې وروسته به د نغلو برېښنا لغمان او ننګرهار ته ورسېږي

مهترلام (پژواک ٦ ورى ٩١): د لغمان د برېښنا مسوولين وايي، چې د نغلو د برېښنا د لېږد په پروسه کې هېڅ امنيتي ستونزه نه لري او تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به دا پروسه بشپړه شي.

د لغمان د برېښنا امر انجنير اکرام الله عابد له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل، چې په ټوليزه توګه له نغلو څخه لغمان او ننګرهار ته ٣٢ ميګاواټه برېښنا لېږدول کېږي، چې د لغمان برخه په کې ١٦ مېګاواټه ده.

هغه زياته کړه، چې د دې پروسې په لومړي پړاو کې څلور مېګاواټه برېښنا لغمان او اته مېګاواټه ننګرهار ته ورکول کېږي، خو په دويم پړاو کې به هر ولايت ته ١٦، ١٦ مېګاواټو برېښنا ورسېږي.

انجنير عابد وويل، چې د لومړي پړاو څلور مېګاواټه برېښنا يواځې د ولايت د مرکز مهترلام اړوند دولتي ادارو او کورونو ته ورکول کېږي، خو چې کله ټوله برېښنا راشي، نو بيا ولسوالۍ هم تر پوښښ لاندې راولي.

اکرام وايي، چې له نغلو څخه د برېښنا د لېږد پروسه په ښه توګه روانه ده، يواځې په غرنيزو سيمو کې اوه پايې پاتې دي او ډېر ژر به دغه کار هم بشپړ شي.

د لغمان د برېښنا امر د بادپښ ولسوالۍ د امنيت په اړه، چې له سروبي سره پر پوله پرته ده وويل، چې هلته هېڅ ډول امنيتي ستونزه نشته او د سيمې پوليس د برېښنا د پايو په درولو کې مرسته کوي.

نوموړي د برېښنا د بيې په اړه وويل: ((کله چې يې پروسه بشپړه شي، بيا به د وزارت له خوا د ورکړل شوې لايحې له مخې نرخ ټاکو.))

بايد وويل شي، چې اوس مهال په ننګرهار ولايت کې د يوه کيلوواټ دولتي برېښنا بيه يوه نيمه افغانۍ ده.

د لغمان د مرکز مهترلام ښار يو اوسېدونکى عبدالقادر وايي، چې دوى له تېرو دوو کلونو راهيسې د نغلو برېښنا ته په تمه دي.

هغه پژواک ته وويل: ((که څه هم دغه کار ډېر ځنډېدلى دى، خو که له دې وروسته هم راشي، نو دوى به د ژوند له ډېرو اسانتياوو برخمن شي.))

د نوموړي په وينا، د برېښنا له راتلو سره به په لغمان کې هر ډول صنعتي فابريکې جوړې شي، خلکو ته به د کار زمينه برابره شي او د خلکو اقتصاد به هم ورسره پياوړى شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.