Language

د يوه پوليس له خوا د سياګرد د ولسوال موټر چلوونکى و وژل شو

چاريکار (پژواک ٦ ورى ٩١): يوه ملي پوليس د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د ولسوال موټر چلوونکى پر ډزو و واژه او بل پوليس يې ټپي کړ.

د سياه ګرد ولسوال محمدسعيد صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د ولسوالۍ په ودانۍ کې رامنځ ته شوه.

د نوموړي په وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې يوه پوليس له  چلوونکي سره لفظي شخړه وکړه او پوليس پرې ډزې وکړې.

صديقي زياته کړه، چې د ډزو په ترڅ کې د ده چلوونکى و وژل شو او بل پوليس ټپي دى.

سرچينې زياته کړه، چې د دې پېښې په تړاو يې يو تن، چې په وژنه د تورن پوليس ضمانت يې کړى و، نيولى دى.

د سياه ګرد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال مسجدي پژواک ته وويل، چې په وژنه تورن پوليس له سيمې تښتېدلى او له وسلوالو طالبانو سره يوځاى شوى دى.

هغه په دې اړه د پلټنو د پيل خبر ورکړ.

 

Related Topics