مهترلام (پژواک ٦ ورى ٩١): په لغمان کې د سولې له پروسې سره د يوځاى شوو وسلوالو طالبانو او معيوبينو او معلولينو لپاره د اتو مياشتو په ترڅ کې حرفوي زده کړې ورکړل شوې.
په همدې موخه نن (د وري ٦مه) د لغمان په مرکز مهترلام کې له ياد کورس څخه فارغينو ته د بري ليکونو د ورکولو په مناسبت غونډه جوړه شوې وه.
د لغمان والي اقبال عزيزي د غونډې پر مهال وويل، چې په دغه اته مياشتيني کورس کې درې سوه زده کسانو ته د نجارۍ، خياطۍ، فلزکارۍ او ګلدوزۍ په برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شوې دي.
د هغه په وينا، هيله من دى، چې د سولې له پروسې سره يوځاى شوي ځوانان، معيوبين او معلولين به له دغو مهارتونو څخه ګټه واخلي او د خپلو کورنيو اقتصادي ملاتړ به وکړي.
د لغمان د کار او ټولنيزو چارو رييس سيد عبدالبشير هاشمي پژواک اژانس ته وويل، چې پر ياد کورس ١٥٠زره امريکايي ډالر لګښت راغلى، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا ورکړل شوى دى.
د ده په خبره، چې فارغينو ته په خپله برخه کې د کار کولو اړين وسايل هم ورکړل شول، چې د دوکان او شخصي کاروبار پر وخت به ترې ګټه اخلي.
نوموړي زياته کړه، چې يادو کسانو ته زده کړې د مسلکي او تجربه لرونکو استادونو له خوا ورکړل شوې او د اتو مياشتو په موده کې يې پوره مهارتونه ورښودلي دي.
له ياد کورس څخه فارغ او د لغمان د قرغه يي ولسوالۍ اوسېدونکي فيضان الله، چې معيوب دى، پژواک اژانس ته وويل، چې د فلزکارۍ په برخه کې يې زده کړې ترلاسه کړې او په دې برخه کې اوس په ځان پوره ډاډه دى.
دى وايي، چې له دې وروسته به د همدغه کسب له لارې خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کوي او نور به د کورنۍ د اوږو بار نه وي.
پخواني وسلوال طالب او له دغه کورس څخه فارغ محمدانور پژواک اژانس ته وويل، چې يو کال مخکې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى و.
ده زياته کړه، چې د افغان دولت له لوري دغه ډول پروګرامونه ډېر اغېزمن دي او دى اوس کولاى شي، چې پرته له وسلې په عزت سره خپل ورځينى ژوند پر مخ بوځي.
نوموړي وويل: ((دا ډېر ښه کورس و، په اتو مياشتو کې مې د نجارۍ په برخه کې پوره مهارتونه ترلاسه کړل او دغه راز په دې برخه کې ټول اړين وسايل هم راکړل شول، چې اوس يواځې د دوکان خلاصول پاتې دي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP