ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمدي نژاد: له افغانستانه د بهرنيانو په وتلو سره نشه يي توکي او ترهګري له منځه ځي

احمدي نژاد: له افغانستانه د بهرنيانو په وتلو سره نشه يي توکي او ترهګري له منځه ځي

دوشنبه ښار (پژواک ٧ ورى ٩١): له ترهګرۍ سره مبارزه يوه پلمه ده؛ که چېرې بهرني پوځونه ژر تر ژره له افغانستانه ووځي، نو ډاډه دي وي، چې نشه يي توکي او ترهګري به له منځه ولاړه شي.

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو په پنځم کنفرانس (ريکا) کې، چې نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې جوړ شوى دى، د دغه مطلب په څرګندولو سره وويل، چې يواځې اقتصادي مرستې نه شي کولاى د افغانستان ستونزه هواره کړي.

د پژواک خبري اژانس خبريال له دوشنبه ښار نه راپور ورکوي، چې د ايران ولسمشر په دغه کنفرانس کې، چې په هغه کې د افغانستان، تاجکستان او پاکستان ولسمشرانو هم ګډون کړى دى، زياته کړه، چې ايران چمتو دى، چې افغانستان ته مالي او تخنيکي پانګې برابرې کړي؛ خو اصلي ستونزه دا نه ده.

احمدي نژاد د بهرنيو ځواکونو پر کړنو نيوکه وکړه او ويې ويل: ” اوس د افغانستان خلک په خپلو کورنو کې د بهرنيو ځواکونو لخوا وژل کېږي،ښځې او ماشومان يې وژل کېږي او اسلامي مقدساتو ته سپکاوى کېږي.”

نوموړي وويل، چې دا پر نړۍ د حاکم مديريت بېلګه ده  او ناټو غړي بايد پام وکړي، چې په افغانستان او سيمه کې د هغوى شتون په آسيا او منځني ختيځ کې د هغوى د حاکميت غوښتنه ده.

احمدي نژاد دا موضوع، چې که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستان نه ژر تر ژره ووځي، نو ډاډه دي وي، چې نشه يي توکي او ترهګري به له منځه ولاړه شي، په داسې حال کې په ډاګه کوي، چې ټاکل شوې ده د ناټو په مشرۍ نړيوال سوله ساتي ځواکونه په ٢٠١٤ کال کې له افغانستانه ووځي او افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل بشپړ شي.

هغه وويل، چې که چېرې د ناټو غړي هېوادونه په کال کې د خپلې نظامي بودجې پنځه سلنه افغانستان ته ورکړي، کولى شي افغانستان په خپلو پښو ودروي.

د يادونې ده، چې په تاجکستان کې د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو د پنځم کنفرانس (ريکا) موخه د سيمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو غښتلي کول دي.

ولسمشر کرزي په دغه کنفرانس کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې نړيوالې ټولنې هر ځل د افغانستان په اړه په اقتصادي کنفرانسونو کې د مرستو ژمنې کړې او که چېرې هغوى خپلې دغه ژمنې په بشپړ ډول عملي کړي، نو د افغانستان پر اقتصاد به مثبتې اغېزې وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.