Language

د ملي اردو اوه سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

 لښکرګاه ( پژواک ٧ ورى ٩١ ) : د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې ديوې نښتې په ترڅ کې د ملي اردو دوه سرتېري او ګڼ شمېر وسلوال طالبان وژل شوي دي.

په دې ولايت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مرستيال غلام فاروق پرواني د وري په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا نښته تېر ماخوستن د واشېر ولسوالۍ د ګرازان په سيمه کې شوې ده.

د هغه په وينا، جګړه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې وسلوالو طالبانو د ملي اردو پر ګزمې بريد وکړ.

نوموړى وايي ،چې په دې بريد کې د ملي اردو دوه سرتېري ووژل شول او دوه نور يې ټپيان شوي دي.

پرواني وويل چې د ملي اردو په ځوابي عملياتو کې ګڼ شمېر وسلوالو طالبانو ته مرګ اوښتې، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

د ميوند قول اردو مرستيال زياتوي ،چې وسلوالو مخالفينو خپل مړي او ټپيان له ځانه سره وړي دي.

طالب وياند قاري  يوسف احمدي بيا په دې جګړه کې د ملي اردو د ١٠ سرتېرو د وژلو ادعا کوي.

بلخوا د ملي د فاع وزارت اعلان کړى، چې د خوست په سپيره ولسوالۍ کې ديوې چاودنې له امله د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

Related Topics