Language

د ملي اردو په  يونيفارم کې يوه وسلوال د ايساف دوه سرتېري ووژل

لښکرګاه (پژواک ٧ ورى ٩١): ايساف وايي، چې د ملي اردو په جامو کې يوه وسلوال د دوى پر سرتېرو ډزې کړې او دوه تنه يې وژلي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دا پېښه نن د افغانستان په سوېل کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه، چې د افغانستان د ملي اردو په يونيفارم کې يوه وسلوال د ايساف پر سرتېرو ډزې کړې او دوه سرتېري يې وژلي دي.

خبرپاڼې ويلي، چې د ايساف ځواکونو په ځوابي ډزو کې ياد بريد کوونکى هم وژل شوى دى.

ايساف وايي، چې له افغان امنيتي ځواکونو سره يې په ګډه د دې پېښې څېړنه پيل کړې ده.

سرچينې زياته کړې، چې دمګړۍ دوى د وژل شوو سرتېرو هويت نه شي په ډاګه کولى.

خو بايد وويل شي، چې په هلمند کې د ايساف امريکايي او برېتانوي سرتېري مېشت دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه په لښکرګاه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ملي اردو په جامو کې يوه وسلوال د ايساف پر سرتېرو بريد کړى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

Related Topics