اسعد اباد (پژواک ١٢ ورى ٩١): په کونړ کې مسوولين وايي چې د دوى له هڅو سربېره هم په دې ولايت کې د کلدارو د کارونې مخه نه ده نيول شوې او د خلکو له خوا په پراخه کچه پاکستانۍ پيسې کارول کېږي.
د سيمې اوسېدونکي او هټيوال د کلدارو کارونه په اقتصادي برخه کې د ځان په زيان بولي او له مسوولينو غواړي، چې په مخنيوي کې يې جدي ګامونه پورته کړي.
په کونړ کې د افغانستان بانک مدير حضرت خان وايي، چې د امنيتي ارګانونو او د سوداګرو د اتحاديې له استازو سره يې ګډ کمېسيون جوړ کړى، څو د کلدارو د کارونې مخه ونيسي.
خو هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په دې برخه کې په تېرو کلونو کې کومه د پام وړ لاسته راوړنه يې نه درلوده او اوس هم په دې ولايت کې د افغانيو پرځاى پاکستانۍ کلدارې په پراخه کچه کارول کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((څومره چې زموږ له خوا هلې ځلې کېدې، هغه مو تر سره کړي، د عامه پوهاوي پروګرامونه مو تطبيق کړي، خو داسې کومه پايله نه لري چې په هغې باندې حساب وکړاى شي، کلداره رواج ده، له امنيتي ارګانونو سره په ګډه کمېسيون د دې د مخنيوي هڅې کوي.))
په کونړ کې د صرافانو د اتحاديې مشر عبدالوهاب، د کلدارو د کارېدو لامل د سوداګرو له خوا په لويو بازارونو کې د کلدارو استعمال او په دې برخه کې د خلکو نه همکاري په ګوته کوي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((کونړ سرحدي ولايت دى، خلک يې له کلدارو سره اشنا دي، له دې امله کلداره دلته ډېره ده، افغانۍ يواځې دولتي معاشات دي، حکومت ډېره هڅه وکړه او مونږ ورسره مل وو، خو په خلکو تاثير نه کوي.))
د ولايت د مرکز اسعداباد يو اوسېدونکى جابرخان بيا په سوداګرو او هټيوالو نيوکه کوي او وايي، چې دوى د اړتيا وړ توکو لپاره په افغانيو او کلدارو يوه بيه کاروي، چې له همدې کبله خلک د کلدارو کارولو ته اړ کېږي.
هغه زياتوي، چې د کلدارو د زياتې کارونې له امله په دې ولايت کې افغانۍ مخ په ورکېدو ده.
د همايون په نوم يو بل اوسېدونکى همايون وايي، دا د دولت کار دى چې افغانۍ په خلکو په زوره دود کړي، که څوک يې نه مني، بايد قوي جريمه او بندي کړاى شي.
هغه زياتوي: ((د ټول ولس خوښه ده چې په خپلو پيسو راکړه ورکړه ترسره کړو، په ښار کې يو څه عام خلک افغانيو سره بلد دي، صرافانو سره يې ګوري، خو په لرو پرتو سيمو کې يې بېخي څوک نه پېژني، که ماشومانو ته يې ورکوي، هم يې نه اخلي.))
د اسعداباد ښار يو دوکاندار عبدالظاهر په دې اړه وايي: ((موږ ته افغانۍ ګټه ډېره کوي، خو خلک افغانۍ نه راکوي، نو اړ يو چې کلدارې واخلو، ستونزه په عامو خلکو کې ده، دوکاندار ته څوک افغانۍ نه ورکوي، خپل وطن مو دى، زه غواړم چې خپله پيسه مو په هېواد کې دود شي.))
د هغه په وينا، دولتي مامورين چې کله معاشونه واخلي، لومړى يې هغوى کلدارې کوي او سوداګانې پرې کوي؛ که دولت لومړى خپل مامورين دې ته اړ کړي، چې پر افغانيو راکړه ورکړه وکړي، نو دا ستونزه به ډېر ژر هواره شي.
د اسعداباد ښاروال انجنير عبدالغني عباسي وايي، چې د ښار ټولو هټيوالو ته يې نرخنامې په افغانيو ورکړې دي او د نرخنامو څارنه هم کوي.
خو هغه زياتوي، چې د افغانيو د دودولو لپاره ولايت مقام يو کمېسيون جوړ کړى، چې امنيتي ارګانونه، ښاروالي او افغانستان بانک استازي په کې ګډون لري.
هغه پژواک ته وويل، چې دغه کمېسيون ځينې خلک هم ونيول، جريمه يې کړل، خو بيا يې هم مخه نه نيول کېږي.
د نوموړي په وينا، په ځانګړې توګه مرکزي حکومت بايد د دې مخنيوي لپاره په لويه کچه کار وکړي او که نه، دا واړه کمېسونونه يې مخه نه شي نيولى.
د يادونې وړ ده چې نه يواځې په کونړ، بلکې د هېواد په ډېريو سرحدي ولايتونو کې پاکستانۍ کلدارې کارول کېږي او افغان حکومت له ډېرو هڅو سره هم تراوسه په دې نه دى توانېدلى، چې په دې سرحدي سيمو کې د پاکستانۍ کلدارو د کارېدو مخه ونيسي.