لښکرګاه (پژواک ١٢ ورى ٩١): د هلمند د مركز لښكرګاه د اتمې حوزې د امنيت چارې د وري په ١٢مه، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې له ايساف څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د لښکرګاه ښار د امنيت چارې د تېر کال د چنګاش په مياشت کې افغان ځواکونو ته سپارل شوې وې؛ خو د اتمې حوزې چې د باباجي سيمه ده، د ځينو امنيتي ملحوظاتو له امله دغه سيمه پاتې وه.
د لښكرګاه دامنيت د چارو د سپارلو پر مهال د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال محمدزي د وري په ۱۲مه، پژواك خبري اژانس ته وويل چې د يادې سيمې امنيت د خلكو په مرسته ښه شوى دى.
هغه زياته کړه، چې د لښكرګاه د امنيت د سپارلو پرمهال د باباجي په سيمه كې د يو لړ نورو امنيتي ستونزو ترڅنګ د دولتي تاسيساتو د نشتوالي له امله د يادې سيمې د امنيت چارې وځنډېدلې.
نوموړي وويل چې اوس مهال پوليسو او ټولو افغان امنيتي ځواكونو د دې توان پيدا كړى، چې د يادې سيمې امنيت په خپله وساتي او زياته يې كړه، چې د باباجي په سيمه كې خپله د سيمې د خلكو او قومي مشرانو په مرسته بشپړ امنيت ټينګ شوى دى.
محمدزي زياته كړه، چې د لښكرګاه د اتمې حوزې باباجي د امنيت د سپارلو پروسه ځكه د لښكرګاه له ښار سره يوځاى ونه سپارل شوه، چې پوليسو او نورو دولتي سرتېرو ته د اوسېدلو او نور تاسيسات نه وو جوړ شوي، چې اوس مهال هغه ستونزه هواره شوې ده.
د ده په وينا، له بلې خوا د افغان امنيتي ځواكونو په روزلو او تجهيزولو كې د پام وړ ښه والى راغلى دى او په خپل وخت يې ټولې اړتياوې پوره كېږي.
په همدې مراسمو كې د لښكرګاه په شاوخوا ساحو كې د ايساف ځواكونو قوماندان ډګروال لان مورټمير (Lan Mortimer) وويل: ((نن رسماً د باباجي د سيمې د امنيت چارې افغان ځواكونو ته سپارو، خو د ملاټر او اړتياوو د پوره كولو په موخه به يې د اوږدې مودې لپاره مرسته كوو.))
د ايساف دغه قوماندان زياته كړه، چې اوس مهال دوى په سيمه کې كومه ستونزه نه ويني، طالبان له سيمې وتلي، ښوونځي پرانيستل شوي، سړك سيمې ته په پاخه ډول جوړ شوى او د خلكو باور پر افغان امنتي ځواكونو زيات شوى دى.
د هغه په وينا، اوس مهال له همدې امله ځايي اوسېدونكو هم، افغان امنيتي ځواکونو سره مرستې او ملاتړ زيات کړى، چې له امله يې په سيمه کې مثبت بدلون راغلى دى.
د همدې سيمې يوه اوسېدونكي حاجي محمد كبير پژواك اژانس ته وويل، چې د دوى سيمې ته د سړك، ښوونځيو، روغتيايي مركزونو جوړول د سيمې د خلكو د متقابلې مرستې لامل شو، چې په سيمه كې امنيت پراخه شو.
نوموړي زياته کړه، كه چېرې افغان او ايساف ځواكونه په رښتيا خپلو مرستو ته دوام وركړي، دوى به نه يواځې خپل سيمو ته طالبان پرې نږدي، بلكې خپل ځوانان به پوليسو او ملي اردو ته ولېږي.
د حاجي عبدالحليم په نوم يوه بل ځايي اوسېدونكي هم پژواك ته وويل، چې د امنيت په سپارلو دوى خوشحاله دي، ځكه چې ايساف ځواكونه د افغان ځواكونو په پرتله د دوى د سيمې په دودونو نه پوهېږي، چې له امله يې ځينې ستونزې پيدا شوې وې.
د باباجي سيمه د لښكرګاه په څنډه کې له هلمند سيند سره نږدې او له ښاره پنځلس کيلومتره لرې موقعيت لري، دغه سيمه په تېرو پنځو کلونو کې د سختو جګړو شاهده وه.