کابل ښار (پژواک ١٢ورى ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د دولت اته وسلوال مخالفين د ملي پوليسو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې نن د (وري په ١٢مه )د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته رارسېدلې ، راغلي ، چې په تيرو ٢٤ساعتونو کې د ملي پوليسو ځواکونو د ملي اردو، ملي امنيت او د ايتلاف ځواکونو په مرسته ٩ چاڼيز عمليات د کابل، کندوز، کندهار، هلمند، نيمروز، لوګر،غزني، خوست او د پکتيا ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملياتو کې دوه وسلوال مخالفين ټپيان او ١٢نور نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړه، چې په يادو عملياتو کې ١٣٩٠کيلوګرامه نشه يي توکي او وسلې هم لاسته راغلې دي.
د سرچينې په وينا،همدارنګه ملي پوليسو په تېرو ٢٤ساعتونو کې د کندهار اوهلمند ولايتونو له مربوطاتو څخه ٧حلقې ماينونه ، چې په دې وروستيو کې د دولت د وسلوالو مخالفينو له لوري د ورانکاره کړنو په موخه ځاى پرځاى شوي و، کشف او شنډ کړاى شول.
د يادې خبرپاڼې له مخې، د کابل د ١٠١اسمايي زون د قوماندانۍ ملي پوليسو تېره ورځ څلور کسان د جنايي جرمونو په تور د کابل ښار د يوولسمې، ديارلسمې او پنځه لسمې امنيتي حوزو له مربوطاتو څخه نيولي، چې دمګړۍ نيول شوي کسان د ملي پوليسو تر توقيف لاندې دي.