جلال اباد (پژواک ١٢ ورى ٩١): د نورستان چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د سولې د عالي شورا سيمه ييز دفتر نن پرانيستل شو.
د نورستان والي تميم نورستان د وري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد دفتر نن رسماً د ولايت په مرکز پارون کې پرانيستل شو.
هغه زياته کړه چې د دفتر د پرانيستې په مراسمو کې د ځايي چارواکو ترڅنګ د دې ولايت د بېلا بېلو سيمو قومي مشرانو او مخورو هم برخه اخيستې وه.
د والي په وينا، د حاجي عبدالعليم په مشرۍ د دغه ولايت د سولې سيمه ييزه شورا ٢٧ غړي لري، چې تردې وروسته به په رسمي بڼه له دولت سره د مخالفو ډلو په يوځاى کولو کار پيلوي.
بل پلو، د نورستان امنيه قوماندان جنرال غلام الله خان پژواک ته وويل، چې له کورنيو چارو وزارته د ښوونکو يو ١٥ کسيزه ډله د دغه ولايت مرکز ته رارسېدلې، چې په وينا يې يوسل او پنځوسو پوليسو ته يې د روزنيزو زده کړو لړۍ پيل کړه.
د نوموړي په وينا، د دغو پوليسو نيمايي برخه د ٢١ ورځو لپاره د جمع نظام او پاتې نيمه به يې د حربي تکتيکونو، وسلې چلولو، کمين نيولو او تالاشۍ کولو په برخه کې وروزل شي.
غلام الله خان وويل، په تېرو لسو کلونو کې دا لومړى ځل دى، چې د کورنيو چارو وزارت له لوري د نورستان پوليسو ته رسمي مسلکي زده کړې ورکول کېږي.
د نورستان امنيه قوماندان زياته کړه، چې له مرکزي نورستان وروسته به د پوليسو روزنې لړۍ ختيځ او مرکزي نورستان ته هم وغځوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP