Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په نوښار کې ترافيکي پېښې يو تن مړ او٤٠ ژوبل کړل

اسلام اباد (پژواک ١٢ ورى ٩١): د پاکستان د خيبر پښتونخوا په نوښار سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ  او٤٠ نور ژوبل شول.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په نوښار ضلع کې د سيمې يوه پوليس افسر جهانزېب د وري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن مازيګر شاوخوا درې بجې د نوښار اړوند په ډاګ بهسود سيمه کې رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، د واده يوه لارۍ موټر چې له خلکو ډک وو، له يو بل موټر سره ټکر وکړ او له امله يې يو تن مړ شو او د ښځو او ماشومانو په ګډون ٤٠ تنه په کې ټپيان شول.

د هغه په وينا، پېښه د دواړو موټر د ګړندي تګ او بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې ده، ټپيان يې دا مهال د پېښور ليډي رېډنګ روغتون ته لېږدول شوي دي.

په سيمه کې يوه دوکاندار رييس خان پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې د عاقب په نوم د يو تن واده  واو د ورا موټر يې د خسر د کور پر لور روان وو، چې پر لاره يې له هغې اخوا له راتلونکي موټر سره ټکر وکړ.

د هغه په وينا، د پېښې له ٤٠ تنو ټپيانو څخه يې ١٢ د پېښور ملکي روغتون ته وړي او نور يې له سيمې سره نږدې د پبو سيمې روغتون ته لېږدولي دي.

ده زياته کړه، چې ټپيان يې ټول له نږدې ليدلي دي او د شپږو ماشومانو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ وښود.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.