کابل (پژواک ١٣ ورى ٩١): حکومت به د جاپان په توکيو ښار کې دافغانستان په اړه جوړېدونکي نړيوال کنفرانس ته د منظم ميکانيزم پر بنسټ د پراختيايي پروژو طرحې وړاندې کړي.
دغه څرګندونې د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د وري په ١٣مه، کابل کې د هغې غونډې پرمهال وکړې چې د افغان حکومت له خوا د توکيو کنفرانس ته د چمتووالي په اړه افغانستان کې شته د بهرنيو هېوادونو سفيرانو او مرستندويو سرچينو استازو ته د معلوماتو ورکولو په موخه جوړه شوې وه، وکړې.
زاخېلوال چې د دې ناستې مشري يې په غاړه وه، وويل، د دې ترڅنګ چې نړيوالو مرستندويو سرچينو ته د توکيو ناستې لپاره د افغان حکومت د تياريو په اړه معلومات ورکول کېږي، هغوى (نړيواله ټولنه) د افغان حکومت له برداشت څخه چې د توکيو له کنفرانس څخه يې لري، خبروي.
هغه زياته کړه، چې د توکيو په کنفرانس کې به د افغان حکومت په ټينګار د هېواد د پراختيا پروسې مشري په خپله افغانانو ته ورکړل شي او نړيواله ټولنه هم په دې برخه کې خپلې مرستې مشخصې کړي.
زاخېلوال وويل: ((د نننۍ ناستې يوه موخه دا ده چې نړيوال د توکيو په کنفرانس کې زموږ له غوښتنو څخه خبر شي، ترڅو دوى هم وکولى شي چې مخکې له مخکې تيار واوسي.))
د ماليې وزارت وياند عزيز شمس پژواک خبري اژانس ته وويل، افغان حکومت په پام کې لري چې د توکيو کنفرانس ته به په دوو برخو کې چې يو امنيت او بل هم پراختيايي برخه ده، خپلې طرحې وړاندې کړي.
د هغه په وينا، لکه څنګه چې د بن په دويمې غونډه کې د افغان حکومت له طرحو څخه سياسي ملاتړ اعلان شو، هڅه به کېږي، چې په دې کنفرانس کې هم د نړيوالو ملاتړ ترلاسه کړي.
دى وايي چې د بن دويمې غونډې د پايلې له مخې، افغانستان د لسو کلونو لپاره هر کال ٦ ميليارده امريکايي ډالره د امنيت او پنځه ميليارده امريکايي ډالره د پراختيا لپاره خپله اړتيا ښودلې وه، چې د توکيو کنفرانس ته به هم د يادې اړتيا په چوکاټ کې خپلې طرحې وړاندې کړي.
د شمس په وينا، په نننۍ ناسته کې د افغان حکومت د کابينې د يو شمېر وزيرانو او چارواکو په ګډون د پنځوسو هېوادونو سفيرانو او د نړيوالو موسسو استازو برخه اخيستې ده.
په پام کې ده، چې د توکيو کنفرانس د بن د دويمې غونډې په تعقيب د ٢٠١٢ کال د جولاى په اتمه، د جاپان په مرکز توکيو کې ترسره شي، چې موخه يې د افغانستان لپاره د نويو مرستو ترلاسه کول دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP