Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

درې ماين خښوونکو ته مرګ ژوبله واوښته

ميدانښار ( پژواک ١٣ ورى ٩١ ) : د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې  درې  ماين  خښوونکو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د چک ولسوال محمد اسماعيل وفا د وري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې درېيو وسلوالو طالبانو د سړک پر غاړه ماين ځاى پر ځاى کاوه، چې خپل ماين پرې وچاودېد.

د وفا په وينا، په دې چاودنه کې يو طالب ووژل شو او دوه نور يې ټپيان شوي ،چې ټپي طالبان نورو  وسلوالو له ځان  سره لېږدولي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا ددې ولايت پوليسو د وسلوالو مخالفينو د وسلو او مهماتو يوه زېرمه کشف کړې ده.

ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى پژواک اژانس ته وويل چې د ملي  پوليسو دځانګړو عملياتو په ترڅ کې  ، چې د جلريز ولسوالۍ د زيولاتو په سيمه کې يې ترسره کړل ، ياده زېرمه کشف کړه.

سرچينې زياته کړې ، له دې زېرمې څخه چې په يوه باغ کې وه، د( ۸۲) ملي متري توپ ۲۲  فيره مرمۍ،  د زيکويک ۳ بکسې مرمۍ، دچاودېدونکو توکو ډګې ۴ بوشکې انفجاري  مواد، يو ميل پيکا او ځينې نور چاويدونکي توکي په کې شامل دي.

 امنيه قوماندان وايي ، چې په دې تړاو تراوسه څوک نه دي نيول شوي او په اړه يې پلټنې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.