Language

غزني ښار (پژواك ١٣ ورى ۹۱): د غزني اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د وسلوالو مخالفينو لخوا د مخابراتي شبکو د انتنونو د الوځولو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د غزني په مرکز او ولسواليو کې په تېر لمريز کال د مخابراتي شبکو لس انتنونه د دولت د وسلوالو مخالفينو لخوا الوځول شوي او ګڼ خلک يې له مخابراتي خدمتونو بې برخې کړي دي.

د غزني د مخابراتو رييس انجنير عين الدين پژواک اژانس ته وويل، چې يواځې په تېر١٣٩٠ لمريز كال په غزني كې د مخابراتي شبكو لس فعال انتنونه د وسلوالو طالبانو له خوا يا پر بمونو الوځول شوي او يا هم سوځول شوي دي.

ده زياته کړه: ((د غزني په ښار او يو شمېر ولسواليو کې لكه قره باغ، اندړ، ده يك، رشيدان او نورو ولسواليو كې له لسو زياتې مخابراتي پايې د مخالفينو له لوري له منځه وړل شوې دي.))

د هغه په وينا، له دغه کار سره يواځې د غزني خلکو ته ستونزې پيدا کېږي او وسلوال دوى ځوروي، نور هغوى ته هېڅ ګټه نه لري.

نوموړى زياتوي، چې د غزني له ښار پرته په ټولو ولسواليو كې د شپې لخوا مخابراتي شبکې كار نه كوي.

د مخابراتو رييس وايي: ((په ټولو ولسواليو كې د مازديګر له شپږو بجو د سهار تر اوو بجو پورې ټولې مخابراتي شبکې د وسلوالو طالبانو له خوا بنديږي.))

د ده په خبره، په يو شمېر ولسواليو كې د ورځې له خوا هم مخابراتي خدمتونه نه وي، په دې اړه يې د شبکو له مسوولينو سره خبرې کړې، د دغې ستونزې د هوارۍ ژمنه يې ورسره کړې ده.

د هغو ستونزو په لړ کې، چې د مخابراتي انتنونو له الوځولو وروسته خلک ورسره مخ دي، يو هم د خلکو په سوداګريزو چارو کې د خنډونو رامنځ ته کول دي.

د غزني د ده يك ولسوالۍ اوسېدونكي او سوداګر محمدالله پژواک اژانس ته وويل، چې نوموړى ډېرى وخت په خپله ولسوالۍ كې وي او په غزني ښار کې له خپلو سوداګريزو كارونو څخه نه خبريږي.

ده زياته کړه: ((ټوله ورځ په كار بوخت يم، خو كله چې بيا د شپې د خپلو سوداګريزو چارو لپاره له نورو سوداګرو سره اړيكه نيسم، مخابراتي شبكې كار نه كوي، چې په دې سره يې موږ ته لويه ستونزه پيداكړې ده.))

د محمدالله په وينا، له تېرو درېيو كلونو راهيسې په ولسوالۍ كې انتنونه ولاړ دي، خو كار نه كوي.

 د هغه په خبره، يواځې دوه مياشتې يې كار وكړ، خو كله چې په اندړو ولسوالۍ كې وسلوالو طالبانو انتنونه پر بمونو والوځول،له هغه وروسته دوى له مخابراتي خدمتونو بې برخې شول.

د قرباغ ولسوالۍ اوسېدونکى علي محمد هم وايي، چې د دوى په سيمه کې د شپې له خوا مخابراتي خدمتونه نه وي او ډېر ځله د شپې له خوا هلته د وسلوالو مخالفينو او افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځ کېږي او دوى نه شي کولاى، چې د خپلو خپلوانو خبر واخلي.

هغه په جنګ له ښکېلو غاړو څخه غواړي، چې مخابراتي کمپنيو ته د کار اجازه ورکړي، څو په دې برخه کې د دوى ستونزې هوارې شي.

نوموړي پژواك اژانس ته وويل: ((څو ورځې وړاندې زموږ د خپلوانو په كلي كې د شپې له خوا جګړه پيل شوه، خو ټېلېفونونو كار نه كاوه او تر سهاره په اندېښنه کې وو.))

د اندړو ولسوالۍ د سردې کلي اوسېدونکى عبيدالله بيا وايي، چې د ټولې سيمې په کچه يواځې يو انتن فعال و، چې هغه هم وسلوالو والوځاوه.

د ده په خبره، اوس خلک د يو ټېلېفون کولو لپاره د غزني ښار ته ځي، چې دا ورته ډېره سخته او په لوړه بيه تماميږي.

نوموړي زياته كړه: ((ورور مې په دوبۍ كې دى، زه هغه ته د يو ټېلېفون كولو لپاره ښار ته راځم، چې څلور سوه په كرايه وركوم او شپېته افغانۍ په ټېلېفون کولو ورکوم.))

د غزني د لرې پرتې ولسوالۍ مالستان اوسېدونكى علي رضا، چې ښار ته د ټېلېفون كولو لپاره راغلي و، پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په ولسوالۍ كې مخابراتي شبكې نه د ورځې کار کوي او نه هم د شپې.

نوموړي زياته کړه: ((كله چې ښار ته د يو ټېلېفون كولو لپاره راځم، نو دوه شپې مې راباندې کېږي؛ ځكه زموږ تر ولسوالۍ زياته لاره ده.))

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير انجنير اميزري سنګين څه موده مخکې پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، چې مخابراتي شرکتونه تر ډېره خپل خدمتونه خلکو ته وړاندې کوي او وسلوال مخالفين يې بايد مخنيوى ونه کړي.

هغه زياته کړې وه: ((له مخابراتي خدمتونو سره مخالفت، له دولت او بهرنيانو سره نه، بلکې د افغانستان له خلکو سره دښمني ده.))

خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، چې بهرني ځواکونه له مخابراتي خدمتونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

د هغه په وينا، بهرني ځواکونه د ټيلېفونونو له زيګنالونو څخه د دوى ځايونه او موقعيت په ډاګه کوي، چې له امله ملکي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د يادونې ده،چې دغزني له ټولو اتلسو ولسواليو څخه په ډېرۍ ولسواليو کې ټيلېفوني شبکې کار نه کوي او په پاتې نورو کې هم يواځې د ورځې له خوا کار کوي.

Related Topics