لښکرګاه (پژواک ١٣ ورى ٩١): د هلمند د نادعلي ولسوالۍ چارواكي وايي، چې د دې سيمې اوسېدونكو ته يې د برېښنا د توليد د ١٩سوه جنراتورونو د وركړې لړۍ پيل كړه.
د نادعلي د ولسوال مرستيال نظرمحمد حبيبي نن (د ورى ١٣ مه) د دغو جنراټورونو د وېش د پيل پر مهال خبريالانو ته وويل، چې ١٩سوه ماشينونه به اته زره كورنيو ته وركړل شي، چې له هر جنراتور څخه به څلور كورنۍ ګټه اخلي.
د هغه په وينا، د يادو ماشينونو د وركولو په بدل كې له هر تن څخه ۴۷۰۰ افغانۍ هم اخيستل كېږي.
ده زياته كړه،چې د دغو ماشينونو لګښت د امريكا د پرمختيايي اداري (USAID) لخوا وركړل شوى دى، خو د لګښت د اندازې په اړه يې څه ونه ويل.
د حبيبي په خبره، دغه ماشينونو د ولسوال، د دغې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا او د كر نې مدريت له خوا د جوړ شوي لېست له مخې د جنوبي سيمې د كرنې د پراختيا پروژې (S-RAD ) له خوا وېشل كېږي.
ده وويل، چې دا ماشينونه يواځې هغه كورنيو ته وركوي، چې په خپلو ځمكو كې يې كوكنار نه دي كرلي او له دولت سره د امنيت په راوستو كې مرسته كوي.
د ولسوال مرستيال زياته كړه: ((همدا اوس په نادعلي ولسوالۍ كي ۴۰۰ تنو ته د بهرنيو موسسو له خوا، ۲۰۰ كسانو ته د حيواناتو په روزلو، ۲۰۰ نور ته د تراكتور جوړولو او د موټرسايكل د جوړلو پروګرامونه کورسونه شروع شوي دي.))
د (S-RAD ) موسسې يو افغان كارمند د نوم نه ښودو په شرط پژواك ته وويل، چې د برېښنا د توليد د ماشينونو ترڅنګ يې څه موده وړاندې ٤زره پنځه سوه كرونده ګرو ته اصلاح شوي تخمونه هم وركړل.
نوموړي زياته كړه، چې د برېښنا د توليد د ماشينونو د وركړې لړۍ په كجكي، سنګين، ناوې، مارجې او ګرشك ولسواليو كې هم په پلان كې ده.
د داروخان په نوم د سيمې اوسېدونكي پژواك ته وويل، چې د ده نوم هم د ماشين د اخيستلو په لېست كې شته، خو ورته خوښ نه دى.
د هغه په وينا، په دغو ماشينونو ډېرې پيسې لګېدلې، چې دغه بودجه پر بنسټيزو پروژو لګېدلې واى، خلکو ته به يې ډېره ګټه رسېدلې وه.
ده زياته کړه، چې د دې ډول مرستو ګټه ټولو خلكو ته نه رسېږي، بايد د دوى په سيمه کې د كانالونو، ويالو، سړکونو او د جاري برېښنا لپاره بنسټيز کار وشي.
د نادعلي د چاه انجير سيمې اوسېدونكي عبدالغني هم وويل، چې خلك د يادو ماشينونو د تېلو لګښت نه لري او له همدې امله يې له ترلاسه كولو وروسته سمدلاسه د ولسوالۍ په بازار کې پلوري.
نوموړي له دولتي چارواكو وغوښتل، چې د يادو بهرنيو موسسو مسوولينو ته بايد سالمې مشورې وركړي، تر څو د سيمې خلکو ته بنسټيز کارونه وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP