Language

مزارشريف (پژواك ١٣ ورى ٩١): د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې ((د افغانانو له سترګو نوى افغانستان)) تر سرليك لاندې ۱۴۲ خبري ټولنيز انځورونه نندارې ته وړاندې شول.

 دغه انځورونه په كابل كې د درېيمې سترګې په نوم د فوټو ژورنالېزم مركز له خوا د افغانستان له بېلا بېلو ولايتونو څخه اخيستل شوي دي، چې د ګڼو موضوعګانو كيسې كوي.

 د درېيمې سترګې فوټو ژورنالېزم مركز مشر نجيب الله مساپر د وري په ۱۳مه، د دې نندارتون پر مهال پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له ياد نندارتون څخه د دوى موخه د افغاني ټولنې پټې خواوې رابرسېره کول او په افغانانو کې د وطن پالنې روحيې ته وده ورکول دي.

 نوموړي زياته كړه، همداراز په تصويرونو كې د افغانانو خواري او زيار هم انځور شوى، چې موخه يې ترې نړيوالو ته د افغانانو د اصلي تصوير په ډاګه كول دي.

 د هغه په وينا، دغه تصويرونه د افغانستان له شلو ولايتونو څخه د ۱۴ انځورګرانو په لاس اخيستل شوي دي.

 نندارې ته وړاندې شوي انځورونه، چې ډېرى يې خبري او ټولنيز ارزښت لري، بېلا بېلې كيسې له ځان سره لري.

 محمد نسيم سيامك، چې په همدې ننداره كې يې څلور اخيستل شوي تصويرونه نندارې ته وړاندې شوي و، يو تصوير يې په غور ولايت كې د جام مينار تصوير و.

 سيامك پژواک ته وويل، چې له دې تصوير څخه يې موخه د افغانستان د تاريخي ځايونو ښكارندويي ده، چې بايد وساتل شي.

 نوموړي زياته كړه، چې له تېر يو كال څخه د تصوير اخيستلو له هنر سره اشنا شوى او خوښ دى، چې نن يې تصويرونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

 د تصويرونو ننداره کوونکو هم دغه نندارتون خوښ كړ.

 د مزارشريف اوسېدونكي محى الدين پژواك ته وويل، په لومړي ځل يې د افغانستان داسې تصويرونه وليدل، چې د جنګونو كيسې په كې نه شته.

 نوموړي زياته كړه، چې په دې تصويرونو كې رښتيا هم افغانستان له نوې زاويې څخه ښكاره شوى، چې د وطن پالنې احساس وركوي.

 د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس چې د نندارتون په پرانيستنه كې يې ونډه اخيستې وه، پژواك ته وويل، چې ياد نندارتون هم د ۱۳۹۱لمريز د نوروز د جشن په لړ كې نندارې ته وړاندې شوى دى.

 نوموړي زياته كړه، چې په تصويرونو كې د افغانستان له تاريخي ځايونو سربېره، افغاني فرهنګ او كلتور هم راخيستل شوى، چې د ننداره کوونکو پام ځان ته رااړوي.