کلات (پژواک ١٤ ورى ٩١): د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې درې وسلوال طالبان د سړک د غاړې ماين خښولو پر مهال وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د وري په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان تېره شپه د زابل د شينکۍ ولسوالۍ د سيوري په سيمه کې وژل شوي دي.
د ده په خبره، دغو طالبانو غوښتل ، چې د سيوري سيمې د لوي ښابېل له کلي سره نږدې د کلات او شينکۍ ترمنځ پر غځېدلې لويه لاره ماينونه ځای پرځای کړي، چې د ايساف د هوايي ځواکونو له لوري تر بريد لاندې راغلل.
فراهي وويل چې په بريد کې دوه تنه ځای پرځای وژل شوي و او يوتن، چې ټپي و، د امنيتي ځواکونو له لوري دکلات مرکزي روغتون ته وړل شوى و، چې وروسته په روغتون کې مړ شو.
د امنيت امر وايي، چې د وژل شوو کسانو مړي يې د سيوري ولسوالۍ د سيمې قومي مشرانو ته سپارلي دي.
د سيوري ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نصرالله پژواک اژانس ته وويل، چې دا کسان تېره شپه شاوخوا درې بجې د ايساف ځواکونو په بمبار کې وژل شوي دي.
نوموړي وويل، چې په وژل شويو کې دوه يې د لوي ښابېل او يو بل هم د عمرزو د کلي اوسېدونکی دی.
وسلوالو طالبانو تراوسه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي او په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر هم په دې اړه بې خبري وښوده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP