Language

درې ټنه تر وخت تېر درمل اوخوراكي توكي وسوځول شول

لښکرګاه (پژواک ١٤ ورى ٩١): د هلمند د عامې روغتيا چارواكي وايي، چې درې ټنه خوراكي توكي او تر وخت تېر درمل يې په عام محضر کې وسوځول.

په روغتيايي چارو کې د هلمند د والي سلاكار ډاکتر مولاداد د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد درمل او خوراکي توکي د تېر کال په اوږدو کې راټول شوي وو.

هغه زياته کړه،چې دوکاندارانو او درملتونونو ته يې په دې اړه د عامه پوهاوي له لارې معلومات ورکړي وو، چې بې کيفيته خوراکي توکي او تاريخ تېر درمل ونه پلوري.

د نوموړي په وينا، تر ډېره بريده دغه ستونزه هواره شوې ده.

ډاكتر مولاداد وايي، چې په دې برخه كې يې تر څلور سوه زياتو هټيوالو ته روزنه وركړې، چې له دې سره د دوى ستونزې هم كمې شوې، هټيوال او درمل پلورونكي خپله هم له وخت نه تېر درمل او خوراكي توكي له منځه وړي.

د والي سلاكار وويل، چې په روان كال كې به هم په دې برخه كې زيات پروګرامونه ولري، ترڅو عام خلك او هټيوال په دې وپوهېږي ، چې تر وخت تېر د خوراكي توكو او درملو خوړل او څښل زيان لري.

ده وويل، چې د ښار ترڅنګ به دا پروګرامونه ولسواليو ته هم وغځوي.

د لښکرګاه ښار د کارته لګان سيمې يوه اوسېدونکي عبيدالله پژواک اژانس ته وويل، چې اوس هم په ډېرو درملتونونو کې تاريخ تېر درمل موندل کېږي.

هغه زياتوي، چې دغه سوداګر د خلکو پر ژوند لوبې کوي او له اړوندو ارګانونو يې وغوښتل، چې دوى ته سخته سزا ورکړي.

Related Topics