Language

سږ کال به په مزار کې د بيارغونې ٢٥ پروژې پلې شي

مزارشريف (پژواك ١٤ ورى ٩١): د مزارشريف د ښاروالۍ مسوولين وايي، چې په روان لمريز كال كې به په دغه ښار كې د تېر كال په پرتله دوه برابره بوديجه ولګوي، چې په ترڅ كې به يې ۲۵ بېلابېلې پروژې پيل او بشپړې شي.

خو د دغه ښار اوسېدونكي د ښاروالۍ د تېر كال په كړي كار نيوكه كوي او وايي، په ځينو ځايونو كې يې، چې اړتيا نه ليدل كېږي كار كړى او ځينې كارونه يې په ټيټ كيفيت تر سره كړي دي.

د مزارشريف ښاروال يونس مقيم د وري په ۱۴مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په تېر كال کې يې دغې ښاروالۍ د مزار ښار په بېلابېلو برخو کې يو شمېر پروژې پيل او يو شمېر تر بشپړېدو رسولې دي.

نوموړي زياته كړه، چې په دغه ښار كې د ۱۰ كيلومتره سړك قيرکول، پر ۲۰ كيلومتره سړك جغل اچونه، د ۲۰ پلچكونو جوړول، د ښار د يو شمېر واټونو د ويالو جوړول، د ښاروالۍ د ودانۍ د لومړي، دويم او درېيم پوړ بيارغونه، د سينا لوبغاړي رغونه او د ښار د ځينو برخو په منظمه توګه پاكوالى شامل دي.

همداراز له بيهقي كتاب پلورنځي څخه تر امنيه قوماندانۍ پورې د سړك قير كول، د ګمرګ د پارك جوړول، د درې ستوري هوټل د نقشې ترتيب او د احاطوي دېوالونو جوړول او د كارته صلحې ماركېټ جوړول هغه چارې دي، چې روان كال ته غځېدلې دي.

خو د مزارشريف يو شمېر اوسېدونكي وايي، چې په دغه ښار كې ځينې چارې داسې ترسره شوي، چې كيفيت يې خوار ټيټ دى، چې له جوړېدو سره سم يې خرابېدل هم پيل شوي دي.

د دغه ښار د دويمې ناحيې اوسېدونكي ميرعبدالله قاري زاده پژواك ته وويل، چې د مسعود جاده په ښه توګه قير شوې؛ خو د بارانونو پر مهال يې سړك له اوبو ډك وي، چې په پرله پسې توګه تخريبېږي.

نوموړي همداراز د مخابراتو رياست ته څېرمه سړك يادونه وكړه، چې په لږ باران هم دغه كوڅه، چې په نږدې وخت كې يې سړك قير شوى، اوبه په كې درېږي او ورځ تر بلې يې د تخريب كچه زياتېږي.

همداراز د ښار يو شمېر اوسېدونكي وايي، چې په ښار كې ځينې سيمې داسې شته، چې د خلكو ګڼه ګوڼه په کې ډېره ده، خو سره له دې هم ښاروالۍ ورته پام نه کوي.

د سيداباد سيمې اوسېدونكي حاجي عبدو پژواك ته وويل، چې دغه د مزارشريف له هغو سيمو ده، چې ګڼه ګوڼه په کې ډېره ده.

نوموړي زياته كړه، سربېره پر دې، چې څو ځله يې هيله كړې، خو بيا هم سړك نه دى رغول شوى، په داسې حال كې چې د ښار يو شمېر نورې سيمې، چې تګ راتګ پرې كم دى سړكونه يې ښه رغول شوي دي.

عبدو د بېلګې په توګه د شاديان دروازې سړك تر سيلو او دښتې پورې ياد كړ، چې سړك يې په ښه توګه جوړ شوى، خو تګ راتګ پرې خورا كم دى.

د مزارشريف ښاروال كه څه هم د دغه ښار د اوسېدونكو نظرونه د خپل كار د ښه والي لپاره مثبت وبلل، خو زياته يې كړه، چې په يوه ورځ ټول ښار نه جوړېږي.

نوموړي زياته كړه، دوى د پلان له مخې كار كوي او په پام كې لري، چې په روان لمريز کال کې د تېر كال په پرتله دوه برابره ډېر كار وكړي.

ښاروال وويل، چې د تېر كال په پرتله د ښار جوړونې په برخه كې ډېره بوديجه ځانګړې شوې، چې په ترڅ كې به يې نږدې ۲۵ بېلابېلې پروژې بشپړې كړي.

نوموړي زياته كړه، چې دوى تېر كال ۶۰۰ميليونه افغانۍ بوديجه لرله، په داسې حال كې چې روان كال كې يو ميليارد او ۲۰زره افغانۍ بوديجه د ښار لپاره ځانګړې شوې ده.

د هغه په وينا، دغه بوديجه ښاروالۍ د تېر يو كال په اوږدو كې له خپلو مربوطاتو څخه تر لاسه كړې، چې بېرته به يې د ښار پر لسو ناحيو ولګوي.

مقيم د روان کال په اوږدو کې د يوه ٢٥کيلومتره سړک قير، د ښاروالۍ د تنظيف رياست ته ودانۍ جوړول، پر ٢٠کيلومتره سړک جغل اچونه، د ښځو لپاره د فاتحو خونه جوړول او د ښار په ځينو برخو کې د هوايي پلونو جوړول په خپلو ترسره کېدونکو کارونو کې وبلل.

همداراز د وچې مېوې ماركېټ جوړول،د كارته اريانا، بيهقي سړك، بابا قمبر، قلندر شاه او استالفيانو سړك استملاكول، د سينا لوبغالي د لامبو حوض،تفريحي پارك او ګلخانې رغول ،د ښار ختيځه دروازه، د ښار د بېلابېلو برخو لارې پخول ، د دويمې ناحيې ودانۍ جوړول او داسې نورې چارې شاملې دي.

د مزارشريف ښاروال همداراز وويل، چې د دغه ښار د جوړونې نقشه ۴۰ كاله پخوا جوړه شوې، چې د ښار د يو ميليون نفوس لپاره كفايت نه كوي؛ نو د روان كال په چارو كې يې دې ته هم اشاره وكړه، چې د ښارجوړونې لپاره به نوې نقشه هم برابروي.

نوموړي زياته كړه،چې د جوړېدونكې نقشې له مخې به د مزارښار د وخت په تېرېدو سره د حيرتان بندر پر لور وغځېږي.

Related Topics