Language

په ترافيکي پېښه کې څلور تنه مړه او ٣٠ ټپيان شول

غزني ښار (پژواک ١٤ ورى ٩١): چارواکي وايي،چې دکابل – کندهار پر لويه لاره د اب بند په ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او دېرش ټپيان دي.

د غزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د وري پر ١٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د غزني د اب بند ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لويه لاره رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، يو ٣٠٣ موټر، چې له کابل څخه کندهار ته روان و، له مقابل لوري راتلونکې ډاينا موټر سره يې ټکر کړى ، چې له امله يې څلور تنه مړه شوي او ٣٠ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې پېښه د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

د امنيه قوماندان په خبره، د پېښې مړي او ټپيان تراوسه د غزني ملکي روغتون ته نه دي راوړل شوي.

د يادونې ده، چې د کابل – کندهار پر لويه لاره ترافيکي پېښې ډېرې رامنځ ته کيږي او چارواکي يې لامل د سړک تنګوالى او د موټر چلوونکو بې احتياطي بولي.

Related Topics