Language

په ناړۍ ولسوالۍ کې درې سرحدي پوليس او لس مخالفين ووژل شول

جلال اباد (پژواک ١٤ ورى ٩١): د لومړى زون سرحدي پوليسو سرچينې وايي، چې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د يوې درې ساعته وسلوالې نښتې له امله سرحدي پوليسو او وسلوالو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لومړى زون د سرحدي پوليسو وياند ادريس مومند د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سرحدي پوليس د يادې ولسوالۍ د ساو خوړ په سيمه کې د وسلوالو له کمين سره مخ شول.

مومند وايي، چې د ښکېلو خواوو تر مخامخ کېدو وروسته درنه جګړه پيل شوه، چې درې ساعته يې دوام وکړ او د ماسپښين يوه نيمه بجه پاى ته ورسېده.

د سرحدي لوا وياند وويل، چې په دغې جګړه کې درې سرحدي پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په جګړه کې لس مخالفين هم وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د ناړۍ ولسوال حاجي ګل زمان پژواک اژانس ته وويل، چې غرمه مهال يوولس بجې سرحدي پوليس پر ګزمه بوخت وو، چې د ځنګل بوشې په نوم سيمه کې د وسلوالو مخالفينو له کمين سره مخ شول.

ولسوال وويل، چې د ايسارو سرحدي پوليسو د ملاتړ په موخه سيمې ته د ايساف او ملي اردو ځواکونه ور ورسېدل او اوس هم په دغې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات روان دي.

بل پلو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته د ښکېلو خواوو جګړه ومنله، خو د زيانونو په اړه يې معلومات نه درلودل.

Related Topics