کابل ښار ( پژواک ١٥ورى ٩١): د ناټو په مشرۍ دايساف ځواکونو يوې چورلکې نن د افغانستان په ختيځ کې بيړنۍ ناسته وکړه .
په هغه خبرپاڼه کې، چې د ايساف د مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته رسيدلې ده ، راغلي ، چې دغې چورلکې نن ( د وري ١٥مه) د افغانستان په ختيځ کې بيړنۍ ناسته کړې ده، خو د پيښې کره ځاى يې نه دى په ډاګه کړى.
سرچينې زياته کړې، که څه هم لومړني راپورونه ښيي، چې په سيمه کې ددښمن کوم فعاليت موجود نه و ، په چورلکه کې ټول سپاره کسان له سيمې ليږدول شوي او په دې پيښه کې د مرګ ژوبلې خبر نه دى ورکړل شوى.
خبرپاڼې زياته کړې ده ، چې د پيښې د ساحې امنيت نيول شوى او د لا زياتو حقايقو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.
د يادونې ده ، چې د ايساف يوه بله چورلکه د کب په ١٦ مه د کابل په ختيځ کې په بګرامي ولسوالۍ کې پر يوه کور ولوېده او په ترڅ کې يې ١٢ تنه ترکي نظامي منسوبين، چې په چورلکه کې سپاره و ، ووژل شول.
په دې پيښه کې د ښوونځي دوه زده کوونکې هم وژل شوې وې ، درې ملکي کسان ټپيان شوي هم و او دوه کورونه زيانمن شوي و .