کابل ( پژواک ١٥ ورى ٩١):افغان او پاکستاني چارواکيو په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت د سيمې او دواړو هېوادونو په ګټه وباله او په دې برخه کې يې په ګډو هڅو ټينګار وکړ.
يادو چارواکيو دغه څرګندونې د وري په ١٥مه، په کابل کې د پاکستان د ورځې په نمانځغونډه کې وکړې، چې د پاکستان په سفارت کې جوړه شوې وه .
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين په دې غونډه کې د افغانستان د حکومت او خلکو په استازيتوب د پاکستان حکومت او ولس ته د ددې هېواد د ملي ورځې په مناسبت مبارکي وويله.
هغه وويل چې افغانستان او پاکستان ګډې تاريخي او کولتوري اړيکې لري او د تاريخ په اوږدو کې يې په ګډه ستونزې ګاللي او د يو بل په خوښيو کې سره شريک شوي دي .
ده وويل چې اوسمهال دواړه هېوادونه “ناځوانه تروريستي عملونه ” ګواښي ،خو هيله يې څرګنده کړه چې يو د بل په ملاتړ په ګډه سره د “تروريزم” پروړاندې په مبارزه کې بريالي شي.
رهین په افغانستان کې سوله او ثبات د دواړو هېوادونو په ګټه وباله او زياته يې کړه : ” هيله من يم چې پاکستان به د افغانستان په سوله کې د اهميت وړ رول ولوبوي.”
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په پاکستان کې له مېشتو کډوالو سره ددې هېواد له مرستې مننه وکړه.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال شاوخوا پنځه ميليونه افغانان پاکستان ته کډوال شول چې شاوخوا درې ميليونه يې اوس هم هلته د کډوالۍ شپې تېروي .
په کابل کې د پاکستان سفير محمد صادق وويل:” د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې يواځې دهېوادونو ترمنځ اړيکې نه ، بلکه په حقيقت کې د دوو ملتونو ترمنځ مشارکت دى.”
محمد صادق هم وايي چې امنيت او پرمختګ د دواړو هېوادونو د ولسونو هيلې دې او ددې هيلو د ترسره کولو لپاره بايد په ګډه کار وشی.
هغه له بهرنيانو څخه افغان ملي ځواکونو ته دامنيت د چارو د لېږد له پروسې څخه د خپل هېواد کلک ملاتړ او په دې برخه کې د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه.
ده وويل چې په ١٩٤٠ زېږديز کال د مارچ په ٢٣مه، په لاهور کې د يوې غونډې په ترڅ کې په سيمه کې دپاکستان په نوم ديوه خپلواک مسلمان هېواد غوښتنه شوې وه.
هغه وويل چې دغه ورځ هر کال د ” پاکستان د ورځې ” په نوم نمانځل کيږي.
پاکستان چې هغه مهال د بريتانوي هند يوه برخه وه ، په ١٩٤٧ کال کې د يو خپلواک اسلامي هېواد په توګه رامنځه ته شو.
په نننۍ غونډه کې د افغانستان د ملي دفاع او اقتصاد وزيرانو، د ملي شورا يو شمېر غړيو، په کابل کې د ځينو هېوادونو سفيرانو او د بېلا بېلو دولتي او نا دولتي ادارو استازيو ګډون درلود.