Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو پانګونه ښې پايلې لرلاى شي

کابل (پژواک ١٥ ورى ٩١): د اقتصادي چارو پوهان، په افغانستان کې د نورو هېوادونو په پرتله د اسلامي هېوادونو پانګونه اغېزمنه بولي او له افغان دولت څخه غواړي چې اسلامي هېوادونه پانګونې ته وهڅوي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد مسعود پژواک خبري اژانس ته وويل، که اسلامي هېوادونه په افغانستان کې پانګونه ډېره کړي، نو افغانستان ته به د اسلامي پراختيايي بانک پاملرنه ډېره شي او له ډېرو اسانتياوو به يې برخمن شي.

د هغه په وينا، د اسلامي پراختيايي بانک تر ټولو ستره اسانتيا دا ده، چې د پور په بدل کې سود نه اخلي او افغانستان کولى شي چې له سود پرته پورونه ترلاسه کړي.

دغه راز دى وايي، د غير اسلامي هېوادونو پروژې ځکه په افغانستان کې له امنيتي او نورو ننګونو سره مخ کېږي؛ چې په افغانستان کې د غيراسلامي هېوادونو پر وړاندې مذهبي او ديني حساسيتونه شتون لري.

مسعود وايي، چې د اسلامي هېوادونو پانګونې به په ډېره کچه له هغو ننګونو څخه، چې د ديني او مذهبي حساسيتونو له امله رامنځته کېږي، په امان وي.

هغه زياته کړه: ((په خوست کې د شېخ زاهد پوهنتون، چې د متحده عربي اماراتو له خوا جوړ شوى، يوه روښانه بېلګه ده، چې پروژه يې له هېڅ ډول ستونزې سره نه ده مخ شوې او سرته رسېدلې ده.))

ده د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل، چې اسلامي هېوادونه په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅوي او اړينې اسانتياوې ورته برابرې کړي.

د اقتصادي چارو پوه حميدالله فاروقي هم استاد مسعود ته ورته نظر لري او وايي، چې په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو پانګونې ته ډېره زمينه برابره ده.

هغه زياته کړه: ((د افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو ترمنځ مذهبي او ديني مشترکات اسلامي هېوادونو ته په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې يوه اسانتيا ده، خو د غير اسلامي هېوادونو د وګړو لپاره دا شى نشته.))

فاروقي وايي، اسلامي هېوادونه که د افغانستان په هره سيمه کې پانګونه وکړي، نو نه يواځې دا چې د سيمې اقتصادي وضعيت به ورسره ښه شي، بلکې د سيمې پر ثبات او امنيت به هم مثبت اغېز وکړي.

دى هم وايي، چې افغان حکومت بايد په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د پانګونې لپاره اسانتياوې برابرې کړي، اداري فساد دې له منځه يوسي او په بشپړ ډول دې قانون پلى کړي.

د ماليې وزارت وياند عزيز شمس وايي، د افغانستان حکومت دا خپل مسووليت بولي، چې د قانون په چوکاټ کې او خپلو امکاناتو ته په کتو سره پانګونې ته اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

هغه وويل، اسلامي پراختيايي بانک، چې ٥٦ اسلامي هېوادونه يې غړيتوب لري او په پراختيايي چارو کې د اسلامي نړۍ د هڅو د انسجام دنده لري، غواړي چې په افغانستان کې په سترو بنسټيزو پروژو کې پانګونه وکړي.

د شمس په وينا، د دوشي-پلخمري سړک، د آقينې-اندخوی سړک او په کندوز او بغلان کې د برېښنا سب سټېشنونه، هغه بنسټيزې پروژې دي، چې ياد بانک غواړي په کې پانګونه وکړي.

دى وايي، چې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال تېره ورځ د سوډان پلازمېنې خرطوم ته تللى تر څو د اسلامي پراختيايي بانک د مشرتابه په کلنۍ غونده کې ګډون وکړي.

د ده په وينا، د افغانستان د ماليې وزير په پام کې لري، چې په افغانستان کې د اسلامي پراختيايي بانک د يادو پروژو په اړه په دې غونډه کې ګډونوالو ته معلومات ورکړي.

دغه راز هغه وايي، د ماليې وزير به د ياد بانک غړي هېوادونه په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

په افغانستان کې له پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا) د پانګونو د جذب څانګې مسوول روح الله احمدزى وايي، چې له دوى سره د شته لومړنيو شمېرو له مخې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې په افغانستان کې ٥،٢ ميليارده امريکايي ډالره پانګونه شوې چې ٣٣ سلنه يې د بهرنيانو له خوا شوې ده.

د هغه په وينا، د بهرنيانو له خوا د شوې پانګونې پنځوس سلنه د اسلامي هېوادونو پانګونه جوړوي.

 د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي پراختيايي بانک مشر تېر کال کابل ته د سفر پر مهال ژمنه کړې وه، چې اسلامي هېوادونه به د افغانستان له پراختيايي پروژو سره مرستو ته وهڅوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.