Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ١٥ ورى ٩١): د خوګياڼو ولسوالۍ يوه تنکي زلمي د ناڅرګندو لاملونو له مخې، د جلال اباد ښار په مياه اسلم پلازه کې ځان په رسۍ زيندۍ کړ.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزي د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نوموړي زلمي مړى د قوماندانۍ جنايي پوليسو عدلي طب ته د معايناتو په موخه لېږدولى دى.

هغه زياته کړه، چې د عدلي طب له معايناتو وړاندې نه شي ويلى، چې نوموړي ځان غرغره کړى او که چا زيندۍ کړى دى.

د ننګرهار والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې څوارلس کلن حميدالله د خوګياڼو ولسوالۍ د مرکې خېلو اوسېدونکى و او  د جلال اباد ښار درمسال ته څېرمه د مياه اسلم پلازې په دريېم پوړ کې يې ځان د باد پايې په يو کنجک کې په رسۍ را ځړولى و.

د نوموړي په وينا، نوموړي له ځان وژنې وړاندې خپلې کورنۍ ته ټيلېفون کړى، چې د ده مړى دي د ده د اوسېدو له خونې ترلاسه کړي.

د والي وياند وويل، چې ځان وژونکي له خپلې مړينې وړاندې د کورنۍ او دوستانو په نوم يوه وصيت پاڼه ليکلې او له خپلې کورنۍ يې غوښتي، چې د ده د مړينې په تور دې څوک نه نيسي.

عبدالزي زياته کړه، چې د پوليسو له لوري د ده کوټې ته څېرمه د نورو کوټو څو تنه اوسېدونکي د پوښتنو په موخه له ځان سره بيولي دي.

د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې زيندۍ شوى زده کوونکى د محمد يوسف زوى او د نهم الف ټولګي زده کوونکى و.

د شينواري په وينا، نوموړى يو ممتاز زده کوونکى و او په ټول کال کې يې يوولس ورځې ناسوبتيا درلوده او له دوو ورځو راهيسې لېسې ته هم نه و راغلى.

د نوموړى د کورنۍ يوه غړي پژواک ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې حميدالله هېڅ ډول عصبي او کورنۍ ستونزه نه درلوده.

نوموړى زياته کړه، چې دى له خپل تره سره په دغه کرايي کوټه کې اوسېده  او  ټوله کورنۍ د زده کړو لپاره ډېر نازاوه.

دغه لومړى ځل دى چې په جلال اباد ښار کې يو څوک ځان وژنه ترسره کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.