Language

په  علني محکمه کې يوتن په لسو کلونو بند محکوم شو

اسعد اباد ( پژواک ١٥ ورى ٩١ ) :  په کونړ ولايت کې يوې علني محکمې د شرابو د جوړونې په تور د عبدالولي په نامه يوتن په لسو کلونو بند محکوم کړ.

دغه  محکمه نن د(وري په ١٥مه) د ولايت د مرکز اسعد اباد د استيناف محکمې په ودانۍ کې جوړه شوې وه.

موظف څارنوال  حمد شاه الکوزي محکمې ته وويل چې شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې دناړۍ ولسوالۍ د بريکوټ دسيمې يوتن اوسېدونکى عبدالولي پخپل کور کې د شرابو جوړولو په تور د سيمې د پوليسو لخوا نيول شوى و.

هغه زياته کړه چې پوليسو دهغه له کور څخه دوه د شرابو بوشکې ،چې  پنځه څلوېښت ليتره شراب پکې و ، دوه ديګ بخارونه ، يوه ګازډبه او دوه د شرابو ډک بوتلونه نيولي  و .

الکوزى وويل چې جرم مشهود او تورن په خپل جرم اعتراف کړى .

نوموړى د تورن عبدالولي لپاره دنشه يې توکو پرخلاف د مبارزې د قانون د ٥٢ مادې دحکم په اساس، چې اوږد بند دى دسزا غوښتنه وکړه  او د ياد قانون د ١٦ مادې د حکم په اساس دنيول شويو شرابو د محوکيدو اوهمدارنګه د نشه يې توکو پروړاندې د مبارزې د قانون د نولسمې مادې د حکم په اساس ګاز ډبه او نور هغه توکې ، چې شراب پکې جوړېدل د مصادرې غوښتنه وکړه .

مدافع وکيل محمد طاهر فيصل بيا له  قضايي پلاوي څخه  غوښتنه وکړه ، چې ددغه موکل عبدالولي يوغريب او بيچاره شخص دى اوپه کورکې  د کورنۍ د نفقې د پيداکولو يواځينى شخص دى.

نوموړي له پلاوي وغوښتل چې هغه ته برائت ورکړي .

د محکمې پر مهال هغو پوليسو،چې ياد شوي شراب يې د عبدالولي له کور څخه ترلاسه کړي وو، محکمې ته شاهدي ورکړه.

د قضايه پلاوي مشر قاضى محب الله دټولو خواو د خبرو له اورېدو او استدلالونو وروسته عبدالولي په لسو کلونو بند محکوم کړ.

د  همايون  په نامه ددې محکمې يو تن ګډونوال پژواک اژانس ته وويل ، چې دا ډول محکمې ګټورې دي، خو نيوکه يې وکړه، چې په دې ډول محکمو کې يواځې غريب او بې چاره محاکمه کېږي او زورواکو ته برائت ورکول کېږي .

ديادونې  ده، چې له دې مخکې هم په کونړ کې علني محکمې جوړې شوې دي.

Related Topics