Language

څلورو پوليسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

محمودراقى (پژواک ١٥ ورى ٩١): د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې څلورو پوليسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند اسدالله حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر د تګاب ولسوالۍ د امنيه قوماندان حاجي شاه اغا پر موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.

نوموړي زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د قوماندان په ګډون څلور پوليس ټپيان شوي دي.

 خو د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخونزاده پژواک سره په خبرو کې ياده چاودنه تاييد او زياته يې کړه، چې په يادې چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او د قوماندان په ګډون دوه نور ټپيان دي.

نوموړي وويل، چې دغه چاودنه د تګاب ولسوالۍ اړوند د کوهي غر په سيمه کې د ريموټ کنټرول په واسطه رامنځ ته شوې ده.

په سيمه کې وسلوالو طالبانو پژواک ته وويل، چې په دې چاودنه کې د قوماندان په ګډون څلور پوليس وژل شوي دي.

Related Topics