ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
4 Apr 2012 - 13:52
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
4 Apr 2012 - 13:52

 کابل ښار (پژواک ١٦ ورى ٩١): د سږ کال د کانکور ازموينو پايلې او په ولسي جرګه کې د لوړو زده کړو او پوهنې د وزيرانو د استجواب پروسه، د افغان سرتېرو له خوا د ناټو د پوځيانو وژنه او په دې اړه د ناټو سازمان نوى راپور او په قطر کى د افغاني پلاوي او قطري چارواکو خبرې اترې هغه مهم سرټکي دي، چې د کابل چاپ ورځپاڼو پرې ليکنې کړې دي.

 د خدمتګار ورځپاڼه د امتحانونو د ستونزو او په تېره بيا د کانکور د ازموينې د ستونزو د څېړلو په ترڅ کې په دې اند ده، چې د امتحانونو په اړه ستونزې څه نوې خبره نه ده او له پخوا څخه په پرله پسې دې ستونزو دوام موندلى دى، خو د دې ورځپاڼې له نظره د اړوندو غاړو ترمنځ د صلاحيتونو انډول كولاى شي د امتحانونو ستونزې راكمې كړي.

دغه ورځپاڼه په ولسي جرګه کې د لوړو زده کړو د وزير د استجواب پروسې ته هم ګوته نيسي او له وزير څخه د وکيلانو غوښتنو ته په کتلو سره ليکي، په داسې حال كې چې ازموينه د يوه اصل په توګه خپل شرايط لري او نور اضافي شرايط نه شي منلاى، نو د امتحان د اصل له نقضولو او تر پښو لاندې کولو پرته د وكيلانو د غوښتنې عملي كېدل ممكن نه برېښي.

 همدارنګه د هشت صبح ورځپاڼه د همدغه مطلب په څېړلو سره د کانکور ازموينې له سياسي کېدو څخه سر ټکوي او دې ټکي ته په پاملرنې سره، چې سږ کال د کانکور د ازموينې پايلې د تېرو کلونو په شان نيوکې له ځان سره درلودې، ليکي چې د کانکور اړوند جريانونه ښيي، چې دا پروسه په کلکه سياسي شوې ده.

 دغې ورځپاڼې هم په ولسي جرګه کې د لوړو زده کړو د وزير د استجواب غونډه څېړلې او د نوموړي وزير دغو څرګندونو ته په اشارې سره، چې د يو شمېر نورو زده کونکو د جذب لپاره به هم هڅه وکړي، پوښتي، چې ولې په ولسي جرګه کې د بودجې د تصويب په وخت، د لوړو زده کړو وزارت د بودجې د زياتېدو غوښتنه ونه کړه.

 هشت صبح وړاندې ليکي، کله چې د لوړو زده کړو وزارت تر کانکور ازموينې وړاندې د شاګردانو د جذب د شمېرې په اړه خپله وړتيا اعلانوي، نو بيا اوس په کومه وړتيا ځينو زده کوونکو ته نومرې زياتوي، ترڅو دولتي پوهنتونونو ته يې جذب کړي.

  خو د ارادې ورځپاڼه بيا په نننۍ ګڼه کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت دغه اقدام ستايي چې يو شمېر بې نتيجې زده کوونکي غواړي د لوړو زده کړو خصوصي ادارو يا د نيمه لوړو زده کړو ادارو ته د زده کړو لپاره ور وپېژني او دغه اقدام ته يو ابتکار وايي.

 د ارادې ورځپاڼه همدارنګه هيله ښکاروي، چې د دوولسمو ټولګيو يو شمېر نور فارغان به هم، چې د کانکور په ازموينه کې يې پوهنتونونو ته لاره نه ده موندلې، د پاملرنې وړ وګرځي او د ورځپاڼې په خبره د ستاينې وړ په يوه بل ابتکار سره له بې برخليک توب څخه خلاص شي.

 د ويسا ورځپاڼې بيا په قطر کې د افغان پلاوي خبرو اترو ته پاملرنه کړې او د افغانانو په مشرۍ يې له طالبانو سره د خبرو اترو د ترسره کېدو پر سر د دواړو هېوادو توافق د افغان ولس لپاره ښه خبر ګڼلى دى.

 ويسا ليکي، چې د سولې په خبرو كې دا تر ټولو مهمه ده چې بايد بين الافغاني وي، افغانان يو د بل خبره واوري يو د بل په غوښتنو فكر وكړي او له خيالي شعاربازيو تېر شي، چې پرديو لوبغاړو ته يې زموږ په كور او هېواد كې د خونړيو لوبو زمينه برابره كړې ده.

دغه ورځپاڼه همدارنګه په دې نظر ده، چې بهرني ټول لوري د امريكا او ګاونډيو او نورو هېوادونو په شمول په دې برخه كې ((درېيمګړى)) رول نه لوبولى شي او نه دي، نو ځکه د ورځپاڼې په خبره د خنډونو له جوړولو دې لاس واخلي او په دې برخه كې دې همكاري وكړي، چې افغانان پخپلو كې سره جوړ شي.

ماندګار ورځپاڼه په افغانستان کې له ناټو سره د پاکستان جګړه څېړلې او په دې اند ده چې د افغاني سرتېرو په لاس د ناټو او امريکايي عسکرو وژل کېدل، د ناټو ځواکونو پر روحيه ناوړه اغېز غورځوي او د ورځپاڼې په خبره د دې لړۍ دوام کولاى شي د ناټو ځواکونو روحيه خرابه کړي.

دغه ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې د ناټو سازمان چارواکي په هغه راپور کې، چې په دې وروستيو کې يې په دې اړه خپور کړى، د ځينو شيانو په پټولو تورنوي او ليکي، چې ناټو بايد پوهه شي، چې په افغانستان کې د شته ستونزو ترڅنګ دوى دلته د ځينو هېوادونو له استخباراتي جګړې سره هم مخ دي.

 ماندګار د ناټو چارواکو ته وړانديز کوي، ترڅو د هغو لوړ پوړيو امنيتي مسؤولينو په پېژندنه او له دندې څخه د لرې کولو په موخه مرسته وکړي، چې د ماندګار په خبره له پرديو په تېره بيا د پاکستان له استخباراتي سازمانونو سره اړيکي لري.

 همدارنګه چراغ ورځپاڼه هم ورتې موضوع ته پاملرنه کړې او د هغو کورنيو او بهرنيو فشارونو د څېړلو په ترڅ کې، چې ناټو سازمان ورسره مخ دى، د افغان سرتېرو په لاس د امريکايي او ناټو سرتېرو وژل کېدو ته هم اشاره لري.

 دغه ورځپاڼه د دې ډول واقعاتو د لاملونو په څېړلو سره ماندګار ورځپاڼې ته ورته نظر لري او وايي چې پر ناټو سازمان د کورنيو او بهرنيو فشارونو د کمولو لاره، د دغه سازمان له اړخه د افغان امنيتي ځواکونو ليکو ته د وګړو د جذب د پروسې څارنه ده.

 د ملي آرمان ورځپاڼه د افغان مهاجرينو په اړه د ايران حکومت نويو بنديزونو ته اشاره لري او په دې اند ده چې که څه هم دا ډول اقدامات د امنيتي لارو چارو په توګه مطرح کېږي، خو په حقيقت کې د ورځپاڼې په خبره دا د بې وزلو افغانانو پر خلاف تبعيض امېزه او توپيري چلند دى، چې د دوى هېواد ته يې پناه وړې ده.

 دغه ورځپاڼه وړاندې د نوروز په ميله کې، چې د ورځپاڼې په خبره د سيمې د هېوادونو ګډ جشن ګڼل کېږي، افغان مهاجرينو ته د ګډون د اجازې نه ورکول څېړي، او په داسې حال کې چې دا ډول کړنې توپيري او تبعيضي چلند ګڼي، ليکي، چې دا ډول ښکاره توپير او تبعيض د ايران او افغانستان د خلکو ترمنځ د اړيکو رېښو ته زيان رسوي او د ورځپاڼې په خبره دا ډول کړنې د افغانانو په ذهنونو کې يو ډول عقدې اوکينې هم کري، چې کولاى شي په اوږدمهال کې په دواړو هېوادونو کې د غچ اخيستنې په غبرګون هم واوړي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.