لښکرګاه (پژواک ١٦ ورى ٩١): د هلمند د نادعلي ولسوالۍ يو شمېر کروندګر د کوکنارو د اړولو د کمپاين پر مسوولينو تور لګوي، چې د قاچاقبرو او شتمنو کروندګرو کوکنار د پيسو په بدل کې پرېږدي او د بېوزله هغو کوکنار اړوي.
په هلمند ولايت کې د کوکنارو اړولو د کمپاين پر مهال دولتي چارواکو ويلي وو، چې لومړى به د هغو قاچاقبرو کوکنار واړوي، چې نور کروندګر هم د کوکنارو کر ته اړ باسي او له دولت څخه د ژغورلو ژمنې ورکوي.
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د (۳۱ غربي) په نوم سيمې يوه اوسېدونكي سيداحمد پژواك اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمه كې تېره اونۍ د كوكنارو اړولو كمپاين ترسره شو، خو يواځې يې د بېوزلو کروندګرو كوكنارو له منځه يووړل.
د هغه په وينا، د دوى د ولسوالۍ د بلوڅانو، سليمان خېلو او د پوپلزو په نوم سيمو کې كوكنار ځكه پرېښودل شول، چې هلته يا قاچاقبرو او يا شتمنو خلکو کوکنار کرلي وو او د كمپاين مسوولينو ته يې پيسې وركړې.
د همدې سيمې يوه بل اوسېدونكي د نوم نه ښودو په شرط پژواك ته وويل، يو شمېر كسانو، چې قومي مشران هم په كې شامل وو، د دوى پر ځمکو كرل شوي كوكنار د كمپاين مسوولينو ته وروښودل او له خپلو ځمكو يې تېر كړل.
ده زياته کړه: ((له دې څخه موږ ته څرګنده شوه، چې د كمپاين مسوولينو ته پيسې وركړل شوې او كوكنار يې سلامت پاتې شول.))
د سيمې اوسېدونکي ګواښ كوي، چې كه په شاوخوا كې يې د شتمنو او قاچاقبرو كوكنار له منځه يو نه وړل شي، په راتلونكي كال كې به پر خپلې ټولې ځمكې كوكنار وكري.
بلخوا د مارجې ولسوالۍ اوسېدونكي وايي، چې د روان كمپاين پر مهال يې كوكنار له منځه يووړل شول، خو دوى د كوكنارو كر ته وسلوالو طالبانو اړ کړي وو.
د مارجې ولسوالۍ د قاري صدي د سيمې اوسېدونكي عبدالخالق پژواك اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو په جوماتونو كې ورته ليکونه ځوړند کړي وو، چې ټول خلک بايد کوکنار وکري او له دولت څخه به يې هم دوى وساتي.
نوموړي زياته كړه: ((كه څه هم زموږ د سيمې كوكنار له منځه يووړل شول، خو په غصب شوو او دښتي ځمكو كې اوس هم په زرګونو هېكتاره ځمکه كوكنار ولاړ دي او طالبان يې دفاع كوي.))
خو د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړى څارن عمرجان حقمل د پيسو د اخيستلو په بدل کې د کوکنارو نه اړولو ادعا ردوي، خو دا مني چې په ځينو سيمو کې کوکنار له كمپاين څخه پاتې شوي دي.
د هغه په وينا، دوى يوه مياشت د كمپاين وخت لري او له مارجې څخه وروسته بيا يادو سيمو ته ځي او ټول كرل شوي كوكنارو به له منځه يوسي.
د هلمند د امنيت امر او په دغه ولايت کې د كمپاين مسوول سمونوال كماالدين شېرزي پژواک اژانس ته وويل، چې د روان كمپاين پر مهال به لومړى د هغو سيمو كوكنار واړوي، چې ناامنه دي او د وسلوالو طالبانو خوځښتونه په كې ډېر دي.
طالب وياند قاري يو سف احمدي د مارجې د خلكو دغه ادعا رد کړه او زياته يې کړه، چې دوى د خپلې واكمنۍ پر مهال هم د كوكنارو كښت ناروا بللى و او اوس يې هم مخالف دي.
د چارواكو په وينا، په هلمند كې شاوخوا ۵۰زره هېكتاره ځمكه په كوكنارو كرل شوي، چې په روان کمپاين کې به دوه زره هكټاره ځمكه له كوكنارو پاكه شي او تر دې مهال ۱۲سوه هکټاره ځمکه له كوكنارو پاکه شوې ده.