پارون (پژواک ١٧ ورى ٩١): د نورستان ولايتي چارواکو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې په دغه ولايت کې پوليس سرتېري له وسلوالو طالبانو سره يوځاى شوي دي.
د نورستان د والي وياند محمد زرين نن (د وري ١٧مه) پژواک اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې وسلوالو طالبانو په کامدېش او دواب ولسواليو کې د پوليسو په پوستو د بريدونو پر مهال له ماتو سره مخ شوي او اوس هڅه کوي، چې پروپاګند وکړي.
د هغه په وينا، د روانې مياشتې په ١١مه نېټه وسلوالو طالبانو له پاکستانيو ملګرو سره د کامدېش ولسوالۍ په پايين ده کلي کې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ، د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسلوال په کې ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې اوس مهال د برګمټال او کامدېش ولسواليو امنيت ښه شوى، خو وسلوال طالبان له پاکستاني طالبانو سره يو ځاى په دغو سيمو کې د بريدونو پلان لري.
نوموړي وويل، چې پوليسو د وسلوالو طالبانو د بريدونو پر وړاندې پوره چمتوالى نيولى دى.
د والي وياند د کورنيو او دفاع له وزارتونو څخه وغوښتل، چې سمدستي دې د وسلوالو طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي.
تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال عبدالرحمن رحمان، د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو او اوپراسيون له يو شمېر مسوولينو سره برګمټال ولسوالۍ ته سفر وکړ، چې موخه يې د امنيتي حالت څېړل او د افغان ځواکونو له نږدې ارزول وو.
د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې په دغه ولايت کې د سياه پوشانو په نوم يوه وسلواله ډله پيدا شوې وه، اوس هم شته او د خلکو په ځورونه يې لاس پورې کړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP