Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل ښار کې د ګاز ،تېلو او سرو زرو بيې ټيټې شوې دي

کابل ښار (پژواک ١٧ ورى ٩١): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوبلن ګاز،تېلو او سرو زرو بيه لوېدلي، خو د نورو لومړنيو توکو بيې نږدې پر خپل ځاى پاتې دي.

د تايمني پروژې د پنځم سړک د ګاز يوه پلورنکي عبدالله وويل، چې نن يوکيلو اوبلن ګاز په ٥٥ افغانيو پلوري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره پنجشنبه يې يوکيلو اوبلن ګاز په ٦٠ افغانۍ پلوره.

عبدالله په کابل ښار کې د اوبلن ګاز بيې د لوېدو لامل د هوا تودېدل او د سوداګرو له خوا په زياته کچه د ګاز رالېږد د بيو د لوېدو لامل بولي.

د تېرې پنجشنبې په پرتله په کابل کې د تېلو بيه هم لوېدلې ده.

د تايمني د تېلو ټانک يو کارکوونکى محمدصديق وايي، چې نن يو لېتر ډېزل په ٦٣ افغانۍ او پټرول په ٦٥ افغانۍ پلوري.

د هغه په وينا، تېره پنجشنبې يې يو لېتر ډېزل په په ٦٤ او پټرول يې په ٦٦ افغانيو پلورل.

هغه د تېلو د بيې لوېدو لامل په اړه وويل: ((د کابل ښار د ټانک لرونکو د ټولنې، سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو تصدۍ ترمنځ د شوې هوکړې له مخې تېلو ته دا نوې بيې ټاکل شوې دي.))

د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير پژواک ته وويل، چې د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٢٥٠ څخه ٢٢٠٠ افغانيو او د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه له ١٨٥٠ افغانيو څخه ١٨٠٠ افغانيو ته لوېدلې ده.

نوموړي وويل، چې د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو بيه په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو په بيې پورې تړلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنجشنبې په پرتله د ځينو خوراکي توکو په بيه کې لږ زياتوالى او په ځينو کې کموالى راغلى دى.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو رييس فضل الرحمن وايي، چې نن د تېرې پنجشبنې په پرتله د يوې پنځوس کيلويي برازيلۍ بورې عمده بيه له ١٨٣٠افغانيو څخه ١٨٢٠ افغانيو ته رالوېدلې، خو د يوې ٥٠ کيلويي لومړۍ درجې پاکستانۍ سيله وريجو بيه له ٢٦٠٠ افغانيو څخه ٢٧٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وينا، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوې پنځوس کيلويي پاکستانۍ بورۍ وړو بيه ٩٩٠ افغانۍ، يو پيپ ٥ کيلويي سپين غر غوړي په ٤٢٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د قلعه فتح الله په سيمه کې يو هټۍ وال عابدالله وايي، چې په پرچون ډول يوه ٥٠ کيلويي بورۍ لومړۍ درجه سېله وريجې په ٢٨٢٠ افغانۍ او يوه ٥٠ کيلويي بورۍ برازيلۍ بوره په ١٩٥٠ افغانيو پلوري.

هغه زياته کړه، چې يوه ٥٠ کيلويي بورۍ پاکستاني اوړه په ١١٠٠ افغانۍ، يو پيپ ٥ کيلويي سپين غر غوړي په ٤٥٠ افغانۍ، يو کيلو افريقايي تور چاى په ٢٢٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

د کابل د شهزاده سراى د سرافانو د ټولنې مشر محمدامين جان خوستي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٤٩،٩٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٤٧ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٤٦ افغانۍ وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.