کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٠): د افغانستان د کورنيو چارو پخوانى وزير علي احمد جلالي وايي، چې د خپلو ملاتړو په غوښتنه غواړي، راتلونکيو ټاکنو کې ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي.
جلالي، نن په کابل کې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په تېر ولسمشريزو ټاکنو کې يې هم ملاتړ کوونکو له ده څخه د ځان د کانديدولو غوښتنه کړې وه.
په افغانستان کې د ولسمشرۍ تېر دويم ځل ټاکنې د ١٣٨٨ کال د زمري په ٢٩مه ترسره شوې، چې حامد کرزى يې په ترڅ کې د پنځه کلنې دورې لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ولسمشرۍ په تېر ځل ټاکنو کې چې نږدې ٣٠ تنو د ولسمشرۍ لپاره ځانونه کانديد کړي وو، چې اوسنى ولسمشر حامد کرزى، د ملي ايتلاف د ګوند مشر عبدالله عبدالله او د ولسي جرګې غړى رمضان بشردوست په کې مخکښې څېرې وې.
په دغو ټاکنو کې د علي احمد جلالي د کانديدېدو اوازې هم وې، خو نوموړي ځان کانديد نه کړ.
جلالي زياته کړه: “د خلکو د غوښتنو په اساس مې نيت دى راتلونکو انتخاباتو ته ودرېږم.”
جلالي په افغانستان کې روانې ستونزې ته په اشارې سره وويل، اړينه ده چې د ستونزو د حل لپاره يوه داسې کاري ډله رامنځ ته شي، چې د “افغانستان ملي اجنډا” ته ژمن وي، ترڅو د قانون د پلي کولو له لارې افغانستان له بې ثباتۍ وباسي.
هغه زياته کړه: “بې له دې چې دغسې يو ټيم او يو لوى ملي چتر جوړ نه شي، په هغه صورت کې د شخص کانديدل او انتخاباتو ته درېدل نه شي کولى چې د افغانستان ستونزې حل کړي.”
هغه د دولتي نهادونو کمزورتيا، د افغانستان اساسي ستونزه وبلله او زياته يې کړه، چې د دغو نهادونو د پياوړتيا لپاره بايد په هغو کې د هغو کسانو نفوذ کم شي، چې د ده په وينا، له بهره او يا هم په حکومت کې دننه د ملي ګټو پرځاى، خپلو شخصي او د بهرنيو هېوادونو د ګټو لپاره کوي.
جلالي زياته کړه: “په عين زمان کې د ټولو هغو قوتونو څخه يو چتر جوړ شي، چې هغه د قانون د حاکميت په اساس باندې په افغانستان د خلکو اعتماد راجلب کړي او د خلکو د اعتماد له لارې په افغانستان کې داسې يو قوت جوړ شي، چې نه يواځې کورنۍ ستونزې حل کړي، بلکې د هغو ستونزو او ناخوالو په مقابل کې چې له بهره راځي، يو ملي سپر شي.”
هغه د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ايران او پاکستان د دريځ په اړه وويل، ګاونډي هېوادونه د افغانستان له بې ثباتۍ ګټه پورته کوي او “ترڅو چې په افغانستان کې داسې حکومت چې د خلکو اعتماد راجلب کړي، نو د ګاونډيو هېوادونو ستراتيژيکو محاسباتو ته تغيير نه شي ورکولى.”
په داسې حال کې چې وړمه ورځ، د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون غړو له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې راتلونکو ټاکنو ته د چمتووالي وښود او ولسمشر د ياد کمېسيون د پياوړتيا خبره وکړه؛ جلالي وايي، اندېښمن دى چې د راتلونکي ٢٠١٤ کال ولسمشريزې ټاکنې به رڼې او په خپل وخت ترسره نه شي.
د ده په باور، خپلواکې او رڼې ټاکنې کولى شي افغانستان ته سوله او ثبات راولي او که چېرې دا کار ونه شي، نو په هېواد کې به بې ثباتي لا زياته کړي.
جلالي زياته کړه: “که چېرې انتخابات د خلکو له خوا عادلانه، شفاف او بې طرفانه ونه ګڼل شي، په هغه صورت کې بيا هم د افغانستان ثبات ته صدمه رسېږي.”
هغه په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ځان د برياليتوب په اړه وويل: “که د افغانستان خلک وکولى شي داسې يوه کانديد ته رايه ورکړي، چې هغه وکولى شي د ښه ټيم او ملي اجنډا له لارې افغانستان ته نجات ورکړي، نو دا به د افغانستان د خلکو برياليتوب وي، نه د يوه شخص.”
علي احمد جلالي په١٣٨١ کال په موقته دوره کې د افغانستان د کورنيو چارو د وزير په توګه هم دنده ترسره کړې ده، چې وروسته يې د اکاډميکو فعاليتونو د دوام لپاره له خپلې دندې استعفا ورکړه.
خو داسې اوازې هم وې، چې ګواکې له کرزي سره يې د واليانو د ټاکلو او د هغو دولتي چارواکو پر سر، چې د نشه يي توکو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن وو، مخالفت د ده د استعفا لامل وګرځېد.
علي احمد جلالي په ١٣١٩ لمريز کال کې په کابل کې زېږېدلى چې له حبيبې لېسې څخه تر فراغت وروسته حربي پوهنتون کې شامل شو، وروسته د لوړ زده کړو د ترسره کولو لپاره انګلستان ولاړ او د ارکان حربي ډيپلوم يې د انګلستان د ارکان حرب له پوهنځي څخه ترلاسه کړى دى.
هغه همدارنګه د امريکا متحده ايالاتو د بحري دفاع ادارې له پوهنځي څخه هم فارغ شوى او د امريکا غږ راډيو د دري او پښتو څانګې د رييس په توګه يې هم دنده ترسره کړې ده.
نوموړى اوسمهال د امريکا په ملي دفاعي پوهنتون (NDU) کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي.