Language

لښکرګاه (پژواک ١٩ ورى ٩١): د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې او ملګرو ملتونو لخوا له هلمند ښاروالۍ سره د څه کم درې نيم سوه زره ډالرو په ارزښت د شپږ لارۍ موټرو مرسته وشوه.

د لښكرګاه ښاروال محمد فاضل ساپي د وري په ۱۹مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې څلور لارۍ موټر د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو. اېس. اى. اې. ډي) او درې نور د ملګرو ملتونو د هبيتات ادارې لخوا ورکړل شوي دي.

د ښاروال په خبره، چې هر موټر تر پنځوس زره امريكايي ډالره لوړه بيه لري او په ټوليزه توګه ٣٣٥زره امريکايي ډالر کېږي.

نوموړي وويل، چې د يادو ادارو لخوا ورسره د نورو موټرو او د سړك جوړونې د وسايلو د مرستې ژمنې هم شوې، چې په ترسره كولو سره به يې د دوى زياتې ستونزې هوارې شي.

د ساپي په وينا، په دې وروستيو کې يې د ښار په بېلابېلو سيمو کې د کثافاتو او خځلو د راټولولو په موخه اسانتياوې برابرې کړې، چې له امله يې د ښار بڼه بدله شوې ده.