مزارشريف (پژواک ١٩ ورى ٩١): په ټول هېواد كې د زرګونو جريبه كرنيزو ځمكو او باغونو د درملو پاشلو كمپاين له بلخ ولايت څخه پيل شو.
دغه كمپاين نن د وري په ۱۹مه، د دغه ولايت په دهدادي ولسوالۍ كې د كرنې وزارت د مسلكي مرستيال، د بلخ ولايت د كرني مسوولينو او يو شمېر كرندوګرو له خوا پيل شو.
د كرنې وزارت مسلكي مرستيال محمد غني پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دوى به سږكال د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو كې د ۲۰۰زره هكتاره كرنيزه ځمكو او باغونو درمل وپاشي.
نوموړي زياته كړه، چې دغه درمل به د ملخانو، د انګورو د چينجيو، د خټكيو د مچانو، د انارو د چينجيو او داسې نورو مېوو د ورته ناروغيو د مخينوي لپاره دي.
د هغه په وينا، په دغې لړۍ کې نږدې دوه ميليونه امريكايي ډالر لګښت راځي، چې د روان كال تر وروستيو پورې به پاى ته ورسېږي.
د كرنې وزارت مرستيال وويل، چې دغه كمپاين د ټول هېواد په كچه د ۲۰۰زره كروندګرو او ۲۰۰ مسلكي كسانو له خوا پر مخ وړل كېږي.
نوموړي زياته كړه، چې د بلخ ولايت په پيل شوي كرنيز كمپاين كې به د خټكيو د مچانو، د ملخانو او د انارو د چينجيو د مخنيوي په موخه درمل پاشي.
د بلخ ولايت د كرنې رييس كاتب شمس، د كرنيزو ناروغيو د مخنيوي په موخه د درمل پاشلو دغه لړۍ بريالۍ وبلله.
نوموړي پژواك ته وويل، چې تېر كال په بلخ ولايت كې كه څه هم دوى د ملخانو ضد كمپاين تر سره كړى و؛ خو بيا هم زرګونه جريبه ځمكه د ملخانو ښكار شوه.
همداراز نوموړي وويل، چې د تېر واورين كال له امله د خټكيو پالېزونه هم چينچيو ووهل، چې حاصل يې له تمې خورا كم و.
د هغه په وينا، دوى په تمه دي چې د روان كمپاين له لارې په بلخ ولايت كې د غلو او مېوو حاصلات خوار ښه شي.
خو د دغه ولايت كرندوګر بيا وايي، چې هر كال د كرنيزو ناروغيو د مخنيوي په موخه ورته كمپاينونه پيل شوي دي؛ خو په سمه توګه ترسره شوي نه دي.
د دهدادي قومي مشر حاجي سيف الدين پژواك ته وويل، چې تېر كال په دغې سيمه كې د ملخانو د پيدا كېدو له امله د غنمو فصل نيم پاتې نه شو.
نوموړي زياته كړه، چې هر كال د دولت له خوا ورته كمپاينونه پرانيستل كېږي؛ خو په سمه توګه نه ترسره كېږي، چې پايله يې ښه نه راوځي.
د هغه په وينا، كه چېرې روان كمپاين په ښه توګه پلى شي، نو دوى هم تمه لري چې سږني حاصلات به يې ښه وي.
د كرنې وزير وايي، دوى د موسم په نظر كې نيولو سره په پام كې لري، چې د هېواد په هر ولايت كې ورته كمپاينونه پيل كړي.