Language

د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده

 

کابل (پژواک ٢٠ ورى ٩١): په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو سفير وايي، خوښ دى چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ځانګړو عملياتو د افغاني کېدو هوکړه ليک لاسليک شو.

په افغانستان کې د ځانګړو عملياتو د افغاني کولو په اړه هوکړه ليک، نن د افغانستان د ملي دفاع وزير عبدالرحيم وردګ او په افغانستان کی د ايساف ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان الن ترمنځ لاسليک شو.

د دې هوکړه ليک له مخې، په افغانستان کې ټول ځانګړي او د شپې عمليات له نن وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د ځانګړې قطعه له خوا ترسره کېږي. 

په کابل کې د امريکا سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د سفير راين کراکر په حواله راغلي دي، چې ياد هوکړه ليک د افغانستان د حاکميت او له دې هېواد سره د دوى د قوي مشارکت ښکارندويي کوي او غواړي چې د ٢٠١٤ کال تر پايه ټولې امنيتي چارې افغانان ځواکونو ته وسپارل شي.

 په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دوديزې لويې جرګې د غوښتنو پربنسټ افغان ځواکونه د ځانګړو عملياتو د ترسره کولو مسووليت اخلي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، سفير کراکر د ځانګړو عملياتو افغاني کول، د سوله من، باثباته او خپلواک افغانستان او د دوامدار مشارکت پر لور يو مهم ګام بللى دى.

سرچينه ليکي، کراکر هيله څرګنده کړې چې له افغانستان سره د امريکا ستراتيژيک تړون د شيکاګو تر کنفرانس مخکې لاسليک شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ځانګړو عملياتو د افغاني کولو د هوکړه ليک په اړه د امريکايي لوري يوه مذاکره کوونکي، کپتان نهر(Captain Neher)، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د دې تړون له  مخې به يواځې افغانان د کورونو د پلټنو او د خلکو د نيولو واک ولري.

ده وويل، که چېري افغان حکومت وغواړي، نو دوى به استخباراتي معلومات ورسره شريک کړي او همداراز که چېري دوى وغواړي، نو د مشکوکو کسانو په نيولو کې به ورسره مرسته کوي.

خو هغه وويل چې د افغانستان د قانون له مخې، بهرني ځواکونه تر دې وروسته نه شي کولى څوک ونيسي.

ده د ځينو رسنيو هغه اوازې چې ګواکې افغانستان د خپلو غوښتنو په ترلاسه کولو کې پر امريکا برلاسى شو، رد کړې او دا تړون يې د واک د لېږد پروسې هغه لويه موخه وبلله، چې له مخې ټول عمليات بايد افغاني شي.

هغه وويل، که چېرې د استخباراتي معلوماتو له مخې، له افغان ځانګړې قطعې د عملياتو غوښتنه وکړي او هغوى ونه غواړي، نو دوى پرې فشار نه راولي.