Language

جلال اباد (پژواک٢٠ ورى ٩١): د کونړ لوبډلې، ننګرهار لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ختيځ زون په کچه د کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه.

دغه لوبه نن له غرمې وړاندې د جلال اباد ښار د امير شهيد په باغ کې پيل او د مازيګر په پنځو بجو پاى ته ورسېده.

  په ختيځ زون کي د کرکټ بورډ د څانګې وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک خبري اژنس ته وويل، چې د دغو سياليو په پايلوبه کې پچه د ننګرهار لوبډلې وګټله.

نوموړي زياته کړه، د ننګرهار لوبډلې په ١٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو، کونړ لوبډلې ته د ٥٧ منډو هدف وټاکه.

د خوګياڼي په خبره، وروسته د کونړ لوبډلې لوبه پيل کړه، چې په ١٥ اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلى هدف پوره کړه.

نوموړي وويل، کونړ په اسانۍ سره وتوانېد چې له ننګرهار لوبډلې څخه لوبه وګټي.

دغه شل اوريزه سيالۍ د تېرې چهارشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د خيبر پښتونخوا د دوو لوبډلو په ګډون د اووه لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې.

د ختيځ زون د کرکټ بورډ مسوول قرار عزيزي پژواک خبري اژانس ته ويلي و، دا سيالۍ د هغو ملي سياليو لپاره د چمتووالي په موخه ترسره کېږي، چې ټاکل شوې په جلال اباد کې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

Related Topics