Language

د ماين چاودنې د يوې کورنۍ درې غړي ووژل

ګردېز (پژواک ۲۰ وری ۹۱): د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ درې غړي ووژل شول.

د پکتيا د والي مرستيال عبدالرحمان منګل د وري په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې د زرمت ولسوالۍ د کوتي خېلو په سيمه کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ يو ماشوم، يوه ښځه او يو سړى ووژل شول.

د هغه په وينا، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې ښځه، خاوند او ماشوم يې د ګردېز په لور روان وو او د سپرلۍ پر موټر يې چاودنه وشوه.

د زرمت د کوتي خېلو سيمې اوسېدونکي حاجي بهادر پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوي کسان د غزني له زنخان ولسوالۍ څخه د ګردېز ابراهيم خېلو سيمې ته د خپلوانو کور ته روان وو، چې په چاودنه کې ووژل شول.

دی وايي: ((تر دوو ساعتونو پورې يې حال نه وو مالوم، چې دغه کسان به څوک وي، خو د خپلوانو له پيدا کېدو وروسته يې معلومه شوه چې دغه کسان ګردېز ته روان وو.))

د دغې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو ورځو کې په سوېل ختيځ کې د سړک غاړې د ماين چاودنو له امله شاوخوا لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

Related Topics