لښکرګاه (پژواک ٢٠ ورى ٩١): د هلمند ولايتي شورا د رييس عبدالباري باركزي د وژلو دسيسه د يوه ماين او چاودېدونكو توكو په نيولو سره شنډه شوه.
د ولايتي شورا رييس باركزي د وري په ۲۰مه پژواك خبري اژانس ته وويل،چې ياد چاودېدونکي توکي په لښکرګاه کې د ده د ورور د دوکان پر بام ځاى پرځاى شوي وو، چې نن سهار کشف او شنډ کړل شول.
هغه زياته کړه، چې دى وخت ناوخت د خپل ورور په دوکان کښېناست او ورانکارو غوښتل، چې په دوکان کې د ده د شتون پر مهال چاودنه وکړي.
د نوموړي په وينا، نن سهار د کورنيو او بهرنيو ځواکونو له خوا تر تلاشۍ وروسته ترلاسه شوي چاودېدونکي توکي شنډ کړاى شول.
د ولايتي شورا رييس وويل، چې ګډو ځواکونو د دوکان له بام څخه په يوه امريکايي لاسي بکس کې يو کړۍ ماين، دوه ريموټونه او د چاودېدونکو توکو وسايل کشف کړي دي.
باركزي زياته كړه، چې كه څه هم شاوخوا يوه مياشت وړاندې د ملي امنيت مسوولينو ورته خبر وركړى و، چې د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا يې د وژلو هڅې كېږي، خو اوس دى نه پوهېږي چي دغه چاودېدونكې توكي چا ځاى پر ځاى کړي وو.
باركزې هغه خبرې رد کړې، چې ګواکې ياد توکي يې په کور کې موندل شوي وو.
که څه هم د هلمند امنيه قوماندانۍ په دې اړه څه نه دي ويلي، خو يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې په دغو عملياتو کې ايساف او د چټک غبرګون قطعې برخه اخيستې وه.