کابل (پژواک ٢٠ ورى ٩١): په پروژو کې اختلاس، چې ٨٠ سلنه يې بهرنيان کوي او د پروژو لاس په لاس کېدل، د دې لامل شوي چې د ډېرو پروژو لپاره د ځانګړو شوو پيسو شاوخوا ٧٠ سلنه شخصي جيبونو ته ولوېږي.
دغه څرګندونې په ودانيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار انجنير محمديوسف پښتون د وري په ٢٠مه په کابل کې خبريالانو ته وکړې.
ده په پروژو کې د اختلاس په اړه وويل: ((د بېلګې په توګه که په يوه پروژه کې سل ډالره اختلاس وشي، ٨٠ ډالره يې بهرنيان اخلي، ٢٠ ډالره يې افغانان اخلي.))
د هغه په وينا، له يادو ٢٠ ډالرو څخه ١٥ ډالره يې دوه سلنه افغانان، چې د وزيرانو او معينانو په کچه دي، اخلي او پاتې پنځه ډالره يې نور افغانان په بېلابېلو بڼو اخلي.
دغه راز د ده د څرګندونو له مخې، د يوې پروژې لاس په لاس کېدل د دې لامل کېږي چې د مرسته کوونکو له خوا پروژو ته د ځانګړو شوو پيسو ډېره برخه پر پروژو ونه لګول شي او د پروژو کيفيت را ولوېږي.
پښتون زياته کړه: ((تېره اونۍ، په کندهار کې د سړک جوړونې پروژه ده، د پروژې اصلي لګښت پر في متر مربع ١٦٠ امريکايي ډالره دى، هغه شخص چې دغه پروژه ترلاسه کړې، نه پوهېږم چې شپږم او که پنځم لاس شوې وه، ما ته يې وويل چې في متر مربع سړک يې ماته په ٤٢ امريکايي ډالره راکړى.))
ده په کندهار کې د سړک ياده پروژه يوه ژوندۍ بېلګه وبلله او زياته يې کړه: ((که دغه کار په ټولو پروژو کې نه وي شوى، مګر بدبختانه په ډېرو پروژو کې دغه کار شوى دى.))
هغه وايي، چې په پروژو کې اختلاس په ګروپي ډول ترسره کېږي او بايد د مخنيوي لپاره يې هم دولت “يو باصلاحيته او پاک نفسه” ډله رامنځته کړي.
دى وايي، په افغانستان کې ډېر داسې کسان شته چې خيانت او اختلاس نه کوي او پاک خلک دي.
د افغانستان د فوايد عامې وزير انجنير نجيب الله اوژن هم په نننۍ غونډه کې تاييد کړه، چې د نورو عواملو ترڅنګ د پروژو لاس په لاس کېدل په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې د پروژو د کيفيت د ټيټوالي لامل شوي دي.
دغه راز هغه وايي، چې د پروژو په پلې کېدو کې بېړه، په سمه توګه د پروژو نه ډيزاين، د پروژو په تړونونو کې ستونزې، د بې کيفيته خامو توکو کارول، د شرکتونو د کاري وړتياوو په پام کې نه نيول او په شرکتونو کې د مسلکي کدرونو کموالى د پروژو د ټيټ کيفيت لاملونه دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پروژو لاس په لاس کېدل ډېر د بهرنيو شرکتونو له خوا کېږي
ده زياته کړه: ((بهرني شرکتونه له خپلو تخنيکي وسايلو سره افغانستان ته نه راځي، بلکې له يو نوم يا بانکي سند سره راځي، پروژې اخلي او دويم لاس ته يې ورکوي، چې همداسې درېيم او څلورم لاس ته رسېږي.))
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د پروژو لاس په لاس کېدو کې د اصلي بودجې پنځوس سلنه پيسې شخصي جيبونو ته ځي او پروژه په پنځوس سلنه بودجه په ټيټ کيفيت سره پلې کېږي.
خو اوژن وويل، وروسته له دې به هڅه وکړي، چې پروژې لاس په لاس نه شي، تر څو په لوړ کيفيت پلې شي.
د هغه په وينا، په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې افغان حکومت په ځانګړې توګه د سړکونو په برخه کې کميت ته ډېره پاملرنه کړې وه، خو وروسته له دې به د کميت پر ځاى کيفيت ته ډېره پاملرنه وشي.
دى وايي: “پرې به نه ږدو چې ملي شتمنۍ (سړکونه) په داسې کيفيت جوړ شي، چې ژر له منځه ولاړې شي.”
سرچينه وايي، چې په هېواد کې د سړک جوړونې په برخه کې په لوړ کيفيت او ټيټ کيفيت پروژې پلې شوې، خو يو شمېر يې له دې امله هم ژر خراب شوي، چې ساتنه يې نه ده شوې او سمه ګټه نه ده ترې پورته شوې.
دغه راز د هغه د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د جوړ شوو سړکونو شاوخوا ٤٠ سلنه له اوسنې ټرافيکي سيسټم سره برابر نه دي، نو ځکه خراب شوي دي.
د فوايد عامې وزارت مسلکي مرستيال ډاکټر احمدشاه وحيد د معلوماتو له مخې، په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې په افغانستان کې ١٢٠٠٠ کيلومتره خام او شاوخوا ٦٠٠٠ کيلومتره قير سړکونه جوړ شوي دي.
هغه وويل، چې دغه مهال له يادو ٦٠٠٠ کيلومتره قير سړک څخه ٤٠٠٠ کيلومتره بيارغونې ته اړتيا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP