جلال اباد (پژواک ٢١ ورى ٩١ ): د ننګرهار ولايت د بېلا بېلو سيمو ٣٠٠ نجونو ته د سوداګرۍ په برخه کې ځانګړې روزنه ورکړل شوه.
دغه روزنه چې د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې د (IDEA-NEW) پروژې په مالي مرسته ورکړل شوې وه، د وري په ٢١مه، فارغ شويو نجونو ته سندونه ورکړل شول.
په ختيځ کې د اډيانيو د پروګرام مشر مطيع الله امانزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې نجونې اوس مهال کولى شي چې د سوداګرۍ په برخه کې کار وکړي او د خپلو کورنيو اقتصاد پياوړى کړي.
هغه زياته کړه، چې په راتلونکي کې به دا ډول نور پروګرامونه هم په لاره اچوي او سلګونو نورو نجونو ته به هم په دې اړه روزنه ورکړي.
د جلال اباد ښار د الايي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې زهرا پژواک اژانس ته وويل: ((موږ د دې درې مياشتني کورس پر مهال د سوداګرۍ او مديريت په اړه ډېر څه زده کړل.))
هغې زياته کړه، چې دوى اوس کولى شي نورو نجونو سره يوځاى واړه سوداګريز کارونه پيل کړي.
د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني پژواک ته وويل، چې دغه ډول روزنيز کورسونه به ښځو ته د سوداګرۍ او د کار موندلو په برخو کې ډېر ګټور وي.
د نوموړې په وينا، د دغه روزنيز کورس موخه دا وه چې د مالي چارو، بازار موندنې او مديريت په اړه خبرتيا ترلاسه او علمي مهارتونه يې زيات شي؛ همدارنګه له زده کوونکو سره د يوه سوداګريز کار د پيل او پرمخ بېولو لپاره له لومړنيو اړينو مهارتونو سره د اشنايي د پيدا کولو په برخه کې هم مرسته وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP