Language

شنونکي : دزندانونو اوځانګړوعمليات هوکړې دافغانستان لاسته راوړنه ده

کابل(پژواک٢١ورى٩١): د چارو يو شمېر شنونکي د بهرنيانو پرځاى د افغان ځواکونو لخوا د ځانګړيو عملياتو د ترسره کېدو او افغان حکومت ته د زندانونو د سپارلو هوکړه ليکونه، د افغانستان لاسته راوړنې بولي.

تېره ورځ د افغانستان د ملي دفاع وزير او په افغانستان کی د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان ترمنځ هوکړه ليک، لاسليک شو، چې له مخې به يې  په افغانستان کې ټول ځانګړي او د شپې عمليات  د افغان امنيتي ځواکونو د ځانګړې قطعې لخوا ترسره کېږي.

دغه راز تېر کال د کب په شلمه د افغانستان د ملى دفاع وزير او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک شو، چې له مخې به يې د امريکا متحد ايالات د افغانستان په خاوره کې زندان نه لري او په افغانستان کې د امريکا موجوده ساتنځايونه به افغانانو ته سپاري.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د کورونو خپلسرې پلټنې،د شپې لخوا چاپې او په هېواد کې د بهرنيو زندانونو شتون هغه څه وو، چې د افغانستان حکومت يې په وار، وار د بندېدو غوښتنه کوله.

ولسمشر حامد کرزي څه موده وړاندې ګواښ کړى و، تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې د شپې عمليات او د خلکو د کورونو تلاشي بنده نه کړي، له متحدو ايالتونو سره به ستراتيژيک تړون لاسليک نه کړي.

تېري دوديزې جرګې هم د يو لړ شرطونو پر وړاندې کولو سره چې ملي حاکميت ، خپلواکي او د شپې عملياتو بندول يې مهم شرطونه  وو، له امريکا سره د ستراتيژيک تړون ملاتړ کړى وو.

د سياسي چارو پوه عبدالستار سعادت له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک لپاره د افغانستان حکومت د يادو دوو شرطونو پرځاى کېدل د ولسمشر حامد کرزي له لاسته راوړنو بولي.

دده په وينا، د امريکا د متحده ايالتونو لخوا ددې شرطونو په منلو سره هغه څرګندونې ناسمې ثابتې شوې،چې ګواکې د افغانستان حکومت د تړونونو په لاسليک کې واک نه لري او هرڅه پرې په زور منل کېږي.

دده په وينا، ددې شرطونو منلو وښوده چې د افغانستان حکومت د نړيوالو تړونونو د لاسليک کولو حقوقي اهليت ترلاسه کولو ته ورنږدې شوى دى.

د سعادت په وينا، په هېواد کې د بهرنيو زندانونو شتون او د بهرنيو ځواکونو خپلسريو عملياتو د افغانستان خپلواکي او ملي حاکميت تر پوښتنې لاندې راوستى وو.

خو د هغه په باور ددې لپاره،چې د افغانستان دولت په پوره توګه د نړيوالو تړونونو لاسليکولو حقوقي اهليت ترلاسه کړي، اړينه ده چې د امريکا په ملاتړ ځان د ملګرو ملتونو په منشور کې د متجاوزو هېوادونو له ډلې وباسي.

دا مهال افغانستان د ملګرو ملتونو د منشور په اووم هغه فصل کې ځاى لري چې متجاوز هېوادونه په کې شامل دي .

سعادت همداراز وايي چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون تر لاسليک د مخه بايد د تړون ډول څرګند شي.

د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتيژيک تړون په اړه له شاوخوا يو کال راهيسې خبرې روانې دي ، خو تر دې مهاله د دې تړون د سند جزييات نه دي په ډاګه شوي.

سعادت همداراز وايي چې د شپې د علياتو په افغاني کېدو سره، عام افغانان خپلې هغې هيلې ته ورسېدل ، چې نور به يې بهرنيان پر کورونو نه ورځي، نه به وژل کېږي او سپکاوى به ورته نه کېږي.

خو ده وويل دولت ته په کار ده، چې خپلې لاسته راوړنې په پراخه کچه تبليغ کړي او د برياليتوب لپاره پرخلکو تکيه وکړي او له هغوى څخه مرسته وغواړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد ودير صافى هم د يادو شرطونو منل د افغانستان د حکومت لپاره يوه لاسته راوړنه بولي.

 هغه وايي چې عام افغانان د شپې عملياتو په افغاني کېدو او د افغانستان حکومت ته په هېواد کې د بهرنيو زندانونو په سپارلو خوښ دي او دا کار به د حکومت پر وړاندې د حساسيتونو او تبليغاتو مخنيوي وکړي.

صافى زياتوي چې د عملياتو افغاني کېدل په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د حضور او فعاليت پر قانوني کېدو پورې تړاو لري.

د افغانستان د ملي دفاع وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ تېره ورځ وويل چې د زندانونو او د ځانګړو عملياتو د افغاني کېدو په اړه د سندونو په لاسليک سره به له امريکا سره د ستراتيژيک تړون لاسليک ته لاره هواره شي.

خو د صافي په باور، ستراتيژيک تړون يوه بېله مسئله ده او هلته به لاسليک شي چې د دواړو خواوو غوښتنې يو بل ته د منلو وړ وي.  

د سياسي چارو پوه احمد سعيدي وايي، چې د عملياتو د افغاني کېدو او افغان حکومت ته د بهرنيانو د زندانانو د سپارلو په هوکړه ليکونو سره د افغانستان حکومت د دوديزې لويې جرګې غوښتنه پر ځاى کړه .

خو ده ته ګرانه برېښي چې د ځانګړو عملياتو په اړه هوکړه ليک دې پلى شي ، ځکه چې د هغه په باور اوسمهال افغان امنيتي ځواکونه ددغو عملياتو د ترسره کولو لپاره پوره وسلې او تجهيزات په واک کې نه لري.

دى وايي، که څه هم ددې عملياتو له افغاني کېدو عام ولس خوښ دى، خو هغه مهال يې په اړه قضاوت کېداى شي چې په عملياتو کې د ملي ځواکونو وړتيا وليدل شي.