مهترلام (پژواک ٢١ ورى ٩١): د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په پړوايي کلي کې د ١٧ ميليونو افغانيو په لګښت يو پول جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د لغمان ولايت د فوايد عامې امر نصرت اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد پول ٦٠ متره اوږدوالى او ٨ متره سور لري، د يوه کال په موده کې جوړ او شاوخوا ١٠زره کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي.
هغه زياته کړه، ياد پول چې الينګار د ولايت له مرکز مهترلام ښار سره نښلوي، د نړيوال بانک په مالي مرسته جوړ شوى دى.
د لغمان ولايت مرستيال والي جمعيت الله حميدي د دې پله د پرانيستلو پر مهال د يادې ولسوالۍ له خلکو وغوښتل، چې له دولت سره همکاري ولري او د ياد پله ساتنه وکړي.
د الينګار د ياد کلي اوسېدونکي او قومي مشر معلم فضل الرحيم له دولت نه مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې دولت دې يواځې د يوه پل په جوړېدو بسنه نه کوي او په دې ولسوالۍ کې دې د بيارغونې ډېر کارونه ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP