Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ٢٢ ورى ٩١): د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو ټولنې له لوري د وري په ٢٢مه، د دوو پښتنو څېړونکو زلمي هېوادمل او عبدالرووف رفيقي په وياړ سيمينار ترسره شو.

د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو ټولنې مشر لعل پاچا ازمون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغه سيمينار او غونډې يې موخه د ژونديو سترو ليکوالو نازول، د هغوى په اړه د پوهنتونونو د محصلينو معلومات زياتول او د څېړنې دودول دي.

ازمون زياته کړه، چې اوس مهال د ګوتو په شمېر څو تنه ليکوالان علمي څېړنې کوي؛ خو دولت او اکاډميک مرکزونه دوى ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

د ژورنالستانو ټولنې وياند محمداصف شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې دغه سيمينار او غونډې ته د هېواد له بېلا بېلو سيمو کوزې او سوېلي پښتونخوا څخه لسګونه ليکوالان راغلي وو.

د هغه په وينا، له غرمې وړاندې ويناوالو په څېړنه بحث وکړ او له غرمې وروسته تر ماښامه د څېړونکو زلمي هېوادمل او عبدالرووف رفيقي په اړه ليکنې واورول شوې.

دى وايي چې د غونډې په پاى کې ګروپي بحث وشو، پرېکړه ليک صادر شو او دواړو څېړونکو ته مډالونه هم ورکړل شول.

له کوزې پښتونخوا څخه راغلي ليکوال عبدالرووف رفيقي  پژواک ته وويل، چې د دا ډول څېړنو او سيمينارونو سره د لر او بر پښتانه ليکوال سره نږدې کېږي.

هغه د دغې غونډې په جوړېدو خوښې څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې په دا ډول غونډو سره پښتو ژبه لا پسې پياوړې کېږي.

عبدالرووف رفيقي تر دا مهال په پښتو، دري او اردو ژبو ١٩ کتابونه کښلي او ځينو هېوادونو ته د مقالو لوستلو په موخه هم تللى دى.

څېړنپوه زلمى هېوادوال د هېواد تکړه ليکوال او محقق دى او تراوسه يې لسګونه څېړنيز اثار ليکلي او چاپ شوي دي.

د يادونې وړ ده چې تېر کال د ختيځې سيمي ليکوالو ژورنالستانو ټولنې په پښتو موسيقي او وړم کال د دروېش دراني، حبيب الله رفيع او سعدالدين شپون نمانځغونډي جوړې کړې او په وياړ يې ٩٩ عنوانه کتابونه چاپ کړي وو.

د دې سيمينار او غونډې په وياړ د بېلا بېلو ليکوالو ٢٥ عنوانه کتابونه د يادې ټولنې له لوري چاپ شوي وو او پر ګډونوالو ووېشل شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.