لښکرګاه (پژواک ٢٢ ورى ٩١): د هلمند ولايت مقام ادعا کوي چې د طالبانو د کويټې شورا د افغان ملي ځواکونو د بدنامولو په موخه د قران کريم د نسخو د سوځولو پلان جوړ کړى دى؛ خو وسلوال طالبان دغه ادعا په کلکه ردوي.
د هلمند ولايت مقام له خوا د وري په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د کويټې شورا د دغه پلان په اړه، ملي ځواکونو استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د كويټې شورا د هلمند په واشېر ولسوالۍ كې د طالبانو د ۵۰ كسيزې ډلې قوماندان ملا سلام، خپلو قوماندانانو او طالبانو ته دنده سپارلې، څو په دې ولسوالۍ يا نورو سيمو کې د عملياتو پر مهال بايد د قران کريم نسخو ته اور واچوي.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې د واشېر ولسوالۍ افغاني طالبانو د کويټې شورا دغه غوښتنه نه ده منلې او يواځې څو تنو وزيرستانيو طالبانو دې کرغېړن عمل ته غاړه اېښې ده.
د هلمند ولايت مقام په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې د دې کار له امله د افغاني او بهرنيو طالبانو ترمنځ سخت مخالفت رامنځ ته شوى دى.
سرچينې ادعا کړې، چې د کويـټې شورا اوس غواړي واشېر ته د بهرنيو طالبانو يوه ٤٠ کسيزه ډله ولېږي او د دې ولسوالۍ افغاني طالبان نورو سيمو ته ولېږي.
خو وسلوال طالبان د هلمند ولايت مقام دغه ادعا په کلکه ردوي او زياتوي، چې هېڅ يو مسلمان داسې کار نه ترسره کوي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل چې وسلوال طالبان، د دين او قران لپاره مبارزه کوي، نو بيا څنګه کولى شي دا ډول ناوړه اقدام ترسره کړي.
هغه زياته کړه: ((کومې کړۍ چې دا ډول افواهات خپروي، هغوى معلوم دي؛ د طالبانو کورنيو او بهرنيو دښمنانو تل دا ډول افواهات خپاره کړي دي؛ خو طالبان دغه افواهات په کلکه ردوي.))