Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د پکتيا بې روزګاره ځوانانو ته ځانګړى پلان لري

ګردېز (پژواک ۲۲ وری ۹۱): د شهيدانو معلولينو، کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال وايي، چې په نږدې راتلونکي کې د پکتيا د بې روزګاره ځوانانو لپاره ځانګړى پلان لري.

د شهيدانو معلولينو، کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نور مومند نن (د وري ٢٢ مه) له غرمې مخکې د پکتيا په مرکز ګردېز کې يوې جوړې شوې غونډې ته وويل، چې په پکتيا کې د بېکارۍ د ستونزې هوارولو په موخه به په نږدې راتلونکي کې ښه او ځانګړی پلان ولري.

د هغه په وينا، پکتيا ولايت ته د راتګ موخه يې د پرمختيايي کارونو لېدنه او د شته ستونزو هوارول دي.

نوموړي زياته کړه، چې په پکتيا کې تر اوسه د دوى د اړوند رياست کارونه په ښه ډول روان دي او د چارو د ګړنديتوب په موخه به وزارت د رياست په همکارۍ هڅه وکړي، چې د بېکارۍ ستونزې د هواري په موخه ځانګړی پلان جوړ کړي.

په ګردېز کې د شهيدانو، معلولينو کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالصمد مصلح پژواک اژانس ته وويل، چې په پکتيا کې يې وخت پر وخت خلکو ته پر دوى پورې اړوند ستونزې هوارې کړې دي.

د ده په وينا، هڅه يې کړې په پکتيا کې پر ماشومانو د درنو کارونو د کولو مخنيوی وکړي، چې د پخوا په پرتله د دې ډول ماشومانو شمېر لږ شوى او د روزنيزو ورکشاپونو له لارې يې د دې ستونزې مخنيوی کړی دی.

دی وايي، اړوند وزارت ورسره ژمنه کړې، چې په پکتيا کې به د بېکارۍ ستونزه تر يوه بريده هواره کړي.

ده وويل: ((موږ تر اوسه ګڼ بې روزګاره کسان په بېلابېلو ځايونو کې پر دندو مقرر کړي، خو دا بسنه نه کوي، بايد ډېر کار وشي.))

نوموړي وويل، چې په نننۍ غونډه کې ۸۰ تنو ته د روزنيز شپږ مياشتني ورکشاپ سندونه او ورته چمتو شوي مواد هم ووېشل شول، چې ۴۰ ښځې هم په کې وې.

ده زياته کړه، چې دغه شمېر کسانو ته په بېلابېلو برخو کې لکه مبايل او جنراتور ترميمول، خياطۍ او ګلدوزۍ په کسبونو کې زده کړې ورکړل شوې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.