Language

د ګذرې په ځانمرګي بريد کې ١٢ تنه وژل شوي او ٥٧ ټپيان دي

هرات ښار (پژواک ٢٢ ورى ٩١): د هرات ولايت د حوزوي روغتون چارواکو اعلان وکړ، چې په ګذرې ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله ١٢ تنه وژل شوي او ٥٧ نور ټپيان دي.

دغه ځانمرګى بريد نن سهار د ٨:٤٥ شاوخوا د ګذرې ولسوالۍ ودانۍ مخې ته د يو سرف موټر په واسطه ترسره شو.

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په پېښه کې درې پوليس او د يوې پنځه کلنې نجلۍ او يوې ٥٠ کلنې ښځې په ګډون ٩ ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي د ټپيانو شمېره د هغو کسانو په ګډون چې د ګذرې ولسوالۍ په روغتون کې بستر دي، ٥٧ تنه وبلل او زياته يې کړه، چې يو پوليس او د يادې ولسوالۍ يو کارکوونکى هم په ټپيانو کې شامل دي.

شېرزي زياته کړه، روغتون ته د پېښې له سيمې څخه د ټپيانو تر لېږد وروسته، تراوسه (د مازيګر څلور بجې) درېيو ټپيانو ساه ورکړې او د ډاکټرانو له خوا د پنځو نورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.

د دغه بريد مسووليت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics