Language

اوه وسلوال په هلمند کې له دولت سره يو ځاى شول

لښکرګاه ( پژواک ٢٣ ورى ٩١ ) : په هلمند ولايت کې مسوولين وايي، چې د يوه قوماندان په ګډون اوه  وسلوال مخالفين له دولت سره يو ځاى شوي دي.

ياد کسان نن د (وري په ٢٣مه) د هلمند ولايت د ملي امنيت په رياست کې رسنيو ته وښودل شول.

په دې ولايت کې د سولې دعالي شورا د ځايي دفتر مسوول معلم شاه ولي پژواك خبري اژانس ته وويل ،چې د يادې ډلې غړي دباغران ولسوالۍ اوسېدونکي دي او د هلمند په شمالي ولسواليو کې يې  ددولت پر ضد وسلوال فعاليتونه کول.

هغه زياته کړه چې د ملا محمد شاه په مشرۍ ياد شوي مخالفين د ملي امنيت د موظفينو او د سولې دعالي شورا دځايي دفتر په هلو ځلو له وسلوال مخالفت څخه لاس په سر شوي دي.

د نوموړي په وينا، د سولې له پروسې سره يو ځاى شويو کسانو له ځانه سره څلور ميله وسلې هم راوړې دي.

د سولې د عالي شورا  د ځايي دفتر مسوول وويل ، چې دپلان له مخې به يادوكسانو ته وړې پرژې وركړي او هغه كسان ، چې  وړتيا لري د خپلو ولسواليو په دولتي اداروكې به ورته دنده وركړي.

د هلمند والي محمدګلاب منګل پژواك اژانس ته وويل چې كه څه هم په رسمي ډول تر دې مهاله يواځې  ۸۳ تنه د دولت مخالفين دسولې له روان بهير سره يوځاى شوي ، خو په غير رسمي ډول سلګونو ددولت وسلوالو مخالفينو له مخالفت څخه لاس اخيستى اوپه كورونو كښيناستلي دي.

نوموړي له همدې كسانو څخه  غوښتنه وكړه ، چې ددولت فعال مخالفين هم راپخلاكړي .

د يادې شوې ډلې مشر ملا محمد شاه پژواک ته وويل چې دوى دباغران  ولسوالۍ دغورغوري د سيمې اوسېدونكي دي او ددولت ضد فعالت يې هم په شمالي ولسواليوكې كاوه.

دده په وينا ، ددوى د مخالفت لامل  دبهرنيو ځواكونو شتون و، اوس چې دبهرنيو ځواكونو واك كميږي له همدې امله دوى هم نور له مخالفت څخه  لاس اخيستى.

كه څه هم د باغران  ولسوالۍ تر دې مهاله ددولت له مخالفينوسره ده ، خو د سولې له پروسې سره  يوځاى شويو كسانو ويل ، چې دوى به له دولت سره كه په خپل سيمه كې وې اوكه په نورو ځايونوكې، مرسته كوي.

Related Topics