Language

مهترلام (پژواک ٢٣ ورى ٩١): د لغمان چارواکي وايي، چې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې د دولت شاه ولسوالۍ د اجرايې مدير وژل شوى او يو سر ښوونکى ټپي دى.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د دولت شاه ولسوالۍ اړوند د اولوګ په سيمه کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله د يادې ولسوالۍ اجرايوي مدير عبدالله ووژل شو.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د دولت شاه ولسوالۍ د يوه ښوونځي سر ښوونکى هم ټپي شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې مدير عبدالله له کور څخه د ولسوالۍ پر لور روان و، چې اولوګ په سيمه کې پرې د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.

ځواک وويل، چې ټپي شوى سر ښوونکى دغه مهال د لغمان ملکي روغتون ته لېږدول شوى دى.

د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالطيف قيومي پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې له ځايه دوى ته يو ټپي ور وړل شوى دى.

د هغه په وينا، د ټپي شوي تن روغتيايي حالت ښه دى.

وسلوالو طالبانو د دې پېښې مسووليت منلى او وايي، چې په پېښه کې د دولت شاه د ولسوال مرستيال وژل شوى او دوه ساتونکي يې ټپيان دي.

Related Topics