کابل ښار (پژواک ٢٤ ورى ٩١): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوبلن ګاز بيه لوېدلې د سرو زرو، وريجو او بورې بيې لوړه شوي، خو د نورو لومړنيو توکو بيې نږدې پر خپل ځاى پاتې دي.
د تايمني پروژې د پنځم سړک يوه ګاز پلورنکي عبدالله وويل، چې نن يو کيلو اوبلن ګاز په ٥٠ افغانيو پلوري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره پنجشنبې يې يو کيلو اوبلن ګاز په ٥٥ افغانۍ پلوره.
عبدالله په کابل ښار کې د اوبلن ګاز بيې د لوېدو لامل د هوا تودېدل او د سوداګرو له خوا په زياته کچه د ګاز راوړل بولي.
د تېرې پنجشنبې په پرتله په کابل کې د سرو زرو بيه لوړه شوې ده.
د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير پژواک ته وويل، چې د يو ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٢٠٠ څخه ٢٣٠٠ افغانيو او د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه له ١٨٠٠ افغانيو څخه ١٩٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.
نوموړي وويل، چې په کابل ښار کې د سرو زرو د بيې بدلون د نړيوالو بازارونو په بيو پورې تړاو لري.
د تايمني د تېلو ټانک يو کارکوونکى محمدصديق وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر نن يو لېتر ډېزل په ٦٣ افغانۍ او پټرول په ٦٥ افغانۍ پلوري.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په پرتله د ځينو خوراکي توکو به بيو کې لږ زياتوالى او په ځينو کې کموالى راغلى دى.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو رييس فضل الرحمن وايي، چې نن د تېرې پنجشبنې په پرتله د يوې پنځوس کيلويي برازيلۍ بورې عمده بيه له ١٨٢٠ افغانيو څخه ١٨٥٠ افغانيو او د يوې ٥٠ کيلويي بورۍ لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه له ٢٧٠٠ افغانيو څخه ٢٨٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.
د هغه په وينا، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوې پنځوس کيلويي پاکستانۍ بورۍ وړو بيه ٩٩٠ افغانۍ، يو پيپ ٥ کيلويي سپين غر غوړي په ٤٢٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٠ افغانۍ دى.
د کابل ښار د بره کي په سيمه کې يو هټۍ وال شکرالله وايي، چې په پرچون ډول يوه ٥٠ کيلويي بورۍ لومړۍ درجه سېله وريجې په ٢٩٥٠ افغانۍ او يوه ٥٠ کيلويي بورۍ برازيلۍ بوره په ١٩٥٠ افغانيو پلوري.
هغه زياته کړه، چې يوه ٥٠ کيلويي بورۍ پاکستاني اوړه په ١١٠٠ افغانۍ، يو پيپ ٥ کيلويي سپين غر غوړي په ٤٧٠ افغانۍ، يو کيلو افريقايي تور چاى په ٢٢٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٩٠ افغانۍ پلوري.
د کابل د شهزاده سراى د سرافانو د ټولنې مشر محمدامين جان خوستي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٤٩،٨٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٤٦ افغانۍ ده.
تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٤٩،٩٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٤٧ افغانۍ وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP